افغانستان

افغانستان: شمال کې سيلابونو ځاني او مالي زيانونه واړول

flood_water_in_Afghhanistan (نن ټکی اسیا می ۲۰۱۱/۰۶) د افغانستان په شمالي ولايتونو بغلان او تخار کې د سيلابونو له کبله د څلور تنو پر وژل کيدو سربيره لسګونه څاروي تلف او مالي زيانونه ورسيدل. د بغلان ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند احمد جاويد “بشارت” خبري رسنیوته وويل د هغه سيلابونو له کبله چې تيره ورځ د باران د ورسيدو څخه وروسته راووتل د دوشي په ولسوالۍ کې څلور  تنه وژل شوي دي. هغه زياته کړه چې په وژل شويو کسانو کې يوه ميرمن ، يو نارينه او دوه تنه کوچنيان شامل دي . همدا راز د بغلان ولايت د طبيعي پيښو پر ضد د مبارزې مدير نصير احمد “کهزاد” هم په بغلان کې د سيلابونو خبر ورکړ نوموړي  وويل چې د سيلاب اوبو د دوشي او خنجان د ولسوالۍ يو شمير سيمی زيانمنې کړي دي . هغه زياته کړه چې د سيلاب اوبو د (باج ګاه) په سيمه کې د کابل-شمال لويه لار خرابه کړې او دغه لار د ترافيکو پر مخ تړلى ده . نوموړي وويل چې پدې ولسواليو کې سلګونو څاروي تلف شوي او سلګونه جريبه کرهڼيزه ځمکه ويجاړه شوې ده . له بلې خوا د تخار ولايت د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې مدير عبد الرزاق “زنده” زیاته کړه چې د نوموړي ولايت د فرخار او ګلفګان په ولسواليو کې  سیلابونو زيانونه اړولي دي. د نوموړي د وينا له مخې د خلکو کورونه زيانمن شوي ، لوى لارې بندي شوي يو شمير خلک د اوبو په منځ کې بند پاتې دي. که څه هم د بغلان او تخار چارواکو د زيانمنو شويو سيمو سره د يو لړ مرستو او ژغورنې د ډلو د استولو خبر ورکړ خو حکومت څخه يې د بيړنيو مرستو د زيانمنو شويو خلکو سره د بيړنۍ مرستې غوښتنه وکړه . همدا راز چارواکو په اوبو کې د بندو کسانو د را ايستلو لپاره د هليکوپترو غوښتنه کړى او ويلي يې دي که چيرته بيړنۍ مرستې ونه شي نو زيانونه به ډير شي. د يادونې وړ ده چې د سږنيو بارانونو له کبله په لويديځو ولايتونو هرات او بادغيس کې هم د اوه ديرش تنو  پر مرګ ژوبلې سربيره مالي زيانونه رسولي دي .
نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x