تورن جنرال سیدملوک د بهرنیو ځواکونو له جنرالانو سره

د شوارب پر سترې هوايي پوځي اډې برید د قول اردو مشر له دندې ګوښه کړ

نن ټکی اسیا (چهارشنبه، لیندۍ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د هېواد په جنوب هلمند ولایت کې د شوراب پر پوځي اډې د طالبانو ډله ییز برید چې څلور ورځې روان و، د دغه ولایت لوړپوړی جنرال له دندې ګوښه کړ.

دفاع وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د ۲۱۵ میوند قول اردو قومندان تورن جنرال سیدملوک يې له دندې ګوښه کړی او پر ځای یې تورن جنرال دادان لونګ ټاکل دی.

تورن جنرال دادن لونګ تر دې وړاندې په ختیځ کې د ۲۰۱ سېلاب قول اردو څلورمې پلې لېوا قومندان په توګه پاتې شوې دی.

دفاع وزارت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

طالبانو د لیندۍ پر ۶مه د هلمند ولایت د شوراب پر سترې هوايي پوځي اډې ډله ییز برید وکړ. دغه ډله ییز برید چې ټولټال ۱۰ کسانو بریدګرو په کې برخه درلوده، ۴ ورځې دوام وکړ.

په شوراب پوځي برید په تېرو ۱۳ کلونو کې بې سارې برید ګڼل کیږي، طالبانو په دغه برید کې د سلګونو بهرني او کورني عسکرو د وژنې او لسګونه الوتکو، ټانګونو ، شوبلو او نورو پوځي وسایطو د سوځولو ادعا کړې.

تورنجنرال سید ملوک پرون د لیندۍ پر ۱۱مه رسنیو ته ویلي و چې په برید کې د ملي اردو ۸ عسکر وژل شوي خو پر همدې ورځ په ولسي جرګه کې د کونړ استازې وږمه ساپۍ بیا یواځې کونړ ته د ۱۴ عسکرو د جسدونو انتقال خبر ورکړ.

نوموړې پر خپلې رسمي فیسبوک پاڼې لیکلي و چې دغه جسدونه د هلمند د شوراوک ولسوالۍ څخه کونړ ته نوموړې انتقال کړي.

د شوراب د برید په اړه ژورنالستانو پر امنیتي چارواکو نیوکه کوله چې ناسم معلومات ورکوي. دوی ویل چې امنیتي ځواکونه له دوی سره اډې ته او یا هم د جګړې سیمې ته د نېږدې ورتګ ژمنې کولې خو عملي کولې يې نه.

د شوراب پر پوځي اډې د څلور ورځينې ستر برید په اړه د امنیتي ځواکونو لخوا بشپړ، سم او ښکاره معلومات تر دې دمه نه دي وړاندې شوي.

د شوراب هوايي پوځي اډه د هلمند ولایت د شوراوک ولسوالۍ په یوې سترې دښتې کې په ۳۶زره جریبه ځمکه کې جوړه شوې ده.

په دغه اډه کې لومړی بریتانوي پوځيان دیره و، خو څو اونۍ وړاندې برتانوي ځواکونو ترې بسترې بار کړې او اډه یې افغان ځواکونه ته وسپارله.

په دغه اډه کې اوسمهال ۱۸۹۰ افغان عسکر او ګڼ امریکايي ځواکونه مېشت دي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د