نړۍ

اشټن کارټر د امريکا نوی دفاع وزير وټاکل شو

نن ټکی اسیا (چهار شنبه، لیندۍ ۱۲مه ۱۳۹۳ل): د امريکا ولسمشر بارک اوباما د پينټاګان پخوانی لوړپوړی چارواکی اشټن کارټر د دفاع وزير په توګه ټاکلی دی.

که د مشرانو جرګه د باور رايه ورکړي، نو ښاغلی کارټر به د امريکا نوی دفاع وزير شي.

د امريکا نوی دفاع وزير په داسې حال کې ټاکل کيږي، چې امريکا عراق او شام کې د اسلامي دولت پر ضد هوايي او ځمکنۍ جګړه پيل کړې او تر څنګ يې افغانستان کې هم طالبانو سره جګړې روانې دي.

د امريکا د دفاع پخوانی وزير چيک هيګل نژدې دوه کاله له دندې ترسره کولو وروسته سپينې ماڼۍ سره د ژورو اختلافاتو له امله له خپلې دندې استعفا ته اړ شو.

کارپوهان وايي، چې نوی دفاع وزير به هم د ورته ستونزو سره مخ وي؛ ځکه چې امريکايي کانګريس تېره دوشنبه د راتلونکي ۲۰۱۵م کال لپاره د پينټاګان بوديجه کمه کړې ده.

ويل کيږي، چې کارټر جمهوري پلوو ته مايل شخصيت دی او جمهوري پلوه ګوند کې پراخ ملاتړ لري او نوموړی به د سپينې ماڼۍ او پينټاګان سره په ګډه نوې نظامي پاليسي جوړه کړي او هڅه به وکړي، چې له هېواده بهر د امريکايي عسکرو نظامي ماموريت محدود کړي.

د پېښو څارونکي وايي، چې د کارټر لپاره به نوې دنده ډېره ننګوونکې وي او د امريکا لپاره په کور دننه او بهر د ستونزو او کړاوونو ليست ورځ تر بلې اوږديږي.

د مثال په ډول د امريکا او روس شخړې، سوريې او عراق کې د اسلامي دولت پر ضد روانه جګړه، چې تر اوسه يې د بريا څرک نه لګيږي، بلکې اسلامي دولت لا هم مخ پر وړاندې روان دی او افغانستان کې د تېرو ديارلسو کالو راهيسې امريکايي عسکر طالبانو سره په جګړه بوخت دي او تر اوسه يې طالبان هم کمزوري نه شو کړای، بلکې د افغانستان ډېرې سيمې اوس هم د طالبانو لاس کې دي او حتا پلازمېنه کابل کې يې دې ورځو کې خپلو بريدونو او چاودنو ته زور ورکړی دی.

اشټن کار له دې مخکې د پنټاګان د لوړپوړي افسر په توګه دنده تر سره کړې او ۲۰۱۱- ۲۰۱۳م کاله پورې د پينټاګان د وسلو اخيستو او پلورلو مسؤول و.

نوموړي د بيل کلنټن د واکمنۍ پر مهال هم د پينټاګان د نړيوال امنيت مرستيال وزير په توګه دنده ترسره کړې ده.

د پينټاګان رسمي ويبپاڼې له قوله، اشټن کارټر په فيزيک کې ليسانس لري او په نظري فيزيک کې يې له اکسفورډ پوهنتون څخه دکتورا تر لاسه کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x