افغانستان

لغمان: په ترافیکي پيښه کي ۱۴ کسو ته مرګ ژوبله واوښته

traffic_afghanistanنن ټکی آسیا: تیره ورځ مازیګر مهال د کابل او سروبي پر لویه لاره ترافیکي پيښه را منځته شوه، چي له کبله يې لږ تر لږه ۵ کسه مړه او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

دا پيښه چي د واده په مراسمو کي را منځته شوې، په کښي د یوې کورنۍ دوې میرمني، یو نارینه، یو ماشوم وژل شوی دی، او یوه ښځه دبلي کورنۍ په کښي له منځه تللي.

د لغمان د لويي لاري مسؤول قوماندان صفا ګل ویلي چي دا پيښه د بې احتیاطۍ او ګړندي سرعت له امله را منځته شوې.

د یوې ټپي ماشومي پلار علاء الدین ویلي چي دا پيښه هغه مهال را منځته سوله، کله چي د واده موټر له کابل د لغمان پر لور روان وو، او مرسډیز ډوله موټر له یوه لوي بار وړونکي لس سلنډ موټر سره وجنګیدی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x