ټولنیزه برخه

دکور ښوونکی

کوال: انتون پاولوویچ چیخوف
فارسي ته ژباړه:هارون یوسفي
پښتو ژباړه: حمدالله حلمیار

څو ورځي وړاندي مي میرمن یولیا واسیلونا چی زما د بچیانو کورنۍ ښونکې ده، زما کارځای ته را وغوښتله،ترڅو معاش یي ورکړم ورته ومي ویل:  مهرباني وکړئ کښینئ، حساب او کتاب به سره وکړو…خامخا تاسو به هم پیسو ته اړتیا لرئ، خو تاسو دومره شریف یاست چي معاش پر خوله هم نه راوړئ.
ښـــه، ما له تاسو سره وعده کړې وه چي دمیاشتي به ۳۰ روبل معاش درکوم
-وبخښئ ۴۰ روبل
:نه نه ۳۰ روبل ځکه ما مي په کتابچه کي راسره یاداشت کړي دي…د کور ښوونکو ته به ما تل ۳۰روبل ورکول…ښــــه نو تاسو دوه میاشتي کار کړی
– دوه میاشتي او پنځه ورځې
:پوره دوه میاشتي ما نیټه لیکلې ده…. نو له ده حسابه ستاسو معاش شپیته روبل کیږي… نهه ورځې د یکشنبې د ورځې رخصتي ورنه کموم… ځکه تاسو په دغو ورځو کي له کولیا سره کار نه ده کړی، یوازي چکرونه او ارام مو کړی …او درې ورځي د نوی کال رخصتي.
د یولیاواسیلونا  د څیرې رنګ تک سور شو…لمن یي څو ځله ټک وهله خو سپڼ یي له خولې ونه ووت.
:هوکي، او دنوی کال درې ورځې رخصتي چي ټولي دوولس ورځې له شپیتو نه کمیږي… څلور ورځې کولیا ناروغه وه او پر کټ پرته وه، چي په دغو څلورو ورځو کي تاسي یواځي له واریا سره کار کړی…او درې ورځې چي ستا پر غاښونو درد وو او زما میرمنې تاسو ته اجازه درکړې وه چي یوازي له ماسپښینه وروسته له بچیانو سره کار وکړئ.دوولس او اووه ۱۹ ورځې…
نوولس ورځې چي له شپیتو کمې کړې نو پاته شول یوڅلویښت روبل… سمه ده؟
د یولیاواسیلونا کیڼه سترګه سره شوه او اوښکې پکي وبریښیدې ، شونډې یي وریږدیدې…خپله غوسه یي کنټرول کړه، او د پوزې اوبه یي پورته سوڼ وهلې خو هیڅ خبره یي ونه کړه.
:د نوي کال په شپه، یوه د چایو پیاله، او یو د خوږو نعلبکی ستاسو له لاسه پریوتل او مات شول…دوه روبل دپیالې کموم، که څه هم پیالې خو ډیر ارزښت درلود،زموږ د کورنۍ یوه نښه وه، خو پروا نلري ستا بلا دي واخلي…او بل دا چي یوه ورځ ستاسو د نه پاملرنې له کبله، کولیا ونې ته ختلې وه او کمیس یي شلیدلی وو، دا هم لس روبل…او بیا ستا دنه توجه له امله، زموږ پخواني مزدور، د واریا بوټونه غلا کړل، ځکه تاسو باید پر هرشي پام وکړئ… د همدې لپاره خو معاش درکوم…په هر صورت پنځه روبل نور هم کموم….او د جنوري پر لسمه نیټه مي لس روبل نقد درکړي دي
ورو یي وویل:
-ما له تاسو نه نقد روبل نه دی اخیستي
:زه هیڅکله په درواغو په کتابچه کي څه نه لیکم
-ډیر ښه پروا نه کوي
: اووه ویشت منفي څلورڅلویښت، پاته شول څورالس.
دا ځل یي دواړې سترګې له اوښکو ډکې شوې، د اوښکو څاڅکي یي پر ښکلې پوزه را ورغړیدل، خوارکۍ په ریږدیدلي غږ وویل:
–  ما یواځي یو ځل ستا له میرمنې درې روبل اخیستي دي نور مي هیڅ نقد روبل نه دی اخیستي.
:رښتیا وایي؟ ښه شو چي ودې ویل… دا خو ما یاداشت کړي هم نه وو، نو درې منفي څوارلس کیږي یوولس… مهرباني وکړه دادي یوولس روبل.
روپۍ مي ورته ونیوې…هغې ور واخیستې او په لړزیدلو لاسو یي د کمیس په جیب کي واچولې او تر شونډو لاندی یی وویل:
– مننه
له ځایه مي پاڅیدم او په کوټه کي مي قدم وهل پیل کړل… ټول بدن مي قهر او غوسې نیولی وو، او ومې پوښتله:
:د څه لپاره مننه؟
– د پیسو له لپاره چي رادي کړې
:مګر ما خو تاسو ته چل درکړ،پر شیطان دي لعنت شي، ستاسو حق مي وخوړ… په ښکاره مي غلا درنه وکړه اخیر “مننه” دڅه لپاره؟
– په نورو ځایو کي همدغه پیسي هم نه راکوي
: نه یي درکولې؟ هیڅ د حیرانتیا وړ خبره نه… وګوره تر اوسه ما له تاسو سره ټوکې کولې، غوښتل مي یو تریخ درس درکړم، زه ستا حق اتیا روبل ټول درکوم په هغه پاکټ کي مي ایښي دي.
خو انسان ته نه ښایي چي دومره بي لاس او بي پښو دي وي، ولي اعتراض نه کوې؟  ولي پټه خوله یې؟
څنګه امکان لري چي یو څوک دي دومره عاجزه شي؟
یوه ترخه موسکا یي وکړه او د هغې په څیره کي مي ولوستل: “هو امکان لری”
کوم تریخ درس چي مي ورکړی وو بخښنه مي ترې وغوښته،او دهغې اتیا روبل معاش مي ورکړ…په حیراني سره یي ور واخیستل او داځل یي دزړه له تله مننه وکړه… او بهر ته ووته.
له شا مي ورپسي وکتل او له ځان سره مي وویل: “په دې نړۍ کي خلګو ته فزیب ورکول ، ظلم کول او چالاکي څومره اسانه ده”
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
نتیجه:
څومره چي ظالم ملامت ده، هغومره دوه برابره مظلوم پړ ده ځکه د مظلوم تسلمیدل د ظالم روحیه لا غښتلی کوې

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x