افغانستان

په خوست کي د چنار کلنۍ مشاعره جوړه شوه

khost_chinar_mushiraنن ټکی آسیا: په خوست کي د چنار کلنۍ مشاعره د سلګونو شاعرانو او د ادب د مینه والو په ګډون جوړه شوه.

دغه مشاعره چي د والي په کور کي تېره شپه جوړه شوې وه، د شپې تر دوو بجو پوري وغځیده، او په کښي د حکومتي چارواکو تر څنګ د افغانستان د مختلفو ولایتونو او پښتونخوا شاعرانو  برخه اخیستي وه.

د مشاعرې یو سمبالونکي ګل حبیب شاه ویلي چي دا پرله پسې دریم کال دی، چي په خوست کي دغه مشاعره د چنار په نوم د پسرلي په موسم کي جوړيږي.

د پښتونخوا څخه راغلیو شاعرانو وویل چي دا ډول مشاعرې د پښتنو تر منځ د واټن کمولو په برخه کي ښه رول لوبولی شي.

د مشاعرې په پاى كې راغليو مېلمنو ته د خوست مېشتو فرهنګپالو له خوا پټکي او وتلي سندرغاړي استاد ګل زمان ته د سرو زرو مډال ورکړل شو.

د يادونې ده، چې نږدې يوه ماشت وړاندې په زابل او ننګرهار ولايتونو کې هم دوديزې پسرلنۍ مشاعرې ترسره شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x