افغانستان

په تېره میاشت کې نږدې درې سوه دولتي مامورین طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۱۳مه، ۱۳۹۳ل): طالبان وايي چې په تېره میلادي میاشت کې يې د خپل بلنیز کمیسیون له لارې د دولت ۲۶۸ تنه «با احساسه» هېوادوال له دندو لاس په سر کړي او ډېری يې د ځانو ملګري کړي دي.

د طالبانو د دعوت، ارشاد، جلب او جذب د کمیسیون په میاشتني راپور کې ویل شوي چې دوی پورته شمېر دولتي مامورین په خبرو پوهولي او پر دې يې قانع کړي دي چې د «کابل شوړېدلي رژیم» ته نه ووايي او د «حق» لارې ته برابر شي.

طالبانوپخپله رسمي برېښناپاڼه کې د تسلیم شویو کسانو لنډ شهرت په یوه جدول کې خپور کړی دی، چې پکې يې د دندو او اصلي ځایونه هم په ګوته شوي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې تسلیم شویو دولتي منسوبینو له ځانو سره بېلابېل ډولونه وسلې هم دوی ته ور وړې دي.

طالبان په داسې حال کې دغه مستند راپورو خپروي، چې په افغان حکومت د بې باورۍ فضا زور اخیستی او د ګډ حکومت تر لومړي مرستیاله پورې داسې ویل کېږي چې لوړپوړي دولتي مسوولین له طالبانو سره لاره لري.

د هېواد په ګوټ ـ ګوټ په تېره بیا پلازمېنې کابل کې د طالبانو وروستیو بریدونو دولتي مسوولین پر یو بل بې باوره کړل او ډېری يې داسې انګېري چې دا بریدونه د دولتي پرسونلو په ملاتړ او همکاري ترسره کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x