نړۍ

ايران هم د اسلامي دولت پر مرکزونو هوايي بريدونه پيل کړي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۳مه ۱۳۹۳ل): ايران هم عراق کې د اسلامي دولت پر مرکزونو هوايي بریدونه پيل کړي دي.

دا خبره د امريکا دفاع وزارت پينټاګان وياند جان کربي به خپلو وروستيو څرګندو کې کړې ده.

جان کربي وايي، چې دوی داسې معلومات تر لاسه کړي، چې ايراني جنګي الوتکو د عراق ختيځ کې د اسلامي دولت پر مرکزونو بريدونه پيل کړي، مګر دغه بريدونه د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف سره تړلي نه دي.

د پينټاګان وياند د ايراني جنګي الوتکو په بريدونو څه اندېښنه نه ده ښوولې او زياته کړې يې ده، چې دا د عراق حکومت پورې اړه لري، چې ايران ته د اسلامي دولت پر مرکزونو د بريدونو اجازه ورکوي او کنه؟

دا لومړی ځل نه دی، چې ايراني الوتکې عراق کې د اسلامي دولت پر مرکزونو بريدونو کوي، بلکې څو څو ځله د ايران په اړه داسې خبرونه راغلي، چې ايراني ملېشې عراق او سوريې کې اسلامي دولت او نورو جهادي ډلو سره جنګيږي او تر اوسه يې ګڼ شمېر افسران په عراق او سوريه کې وژل شوي هم دي.

داسې خبرونه هم تر لاسه شوي، چې ايران عراق ته ايس يو ۲۵ډوله جنګي الوتکې ورکړي او دغه الوتکې ايراني پيلوټان چلوي.

ايران او عراق تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ايران د امريکا پر ځای سيمې او اسلامي نړۍ ته ګواښ دی

يو شمېر خلک د ايران د رسمي دريځ له مخې ايران د اسراييلو، امريکا او لويدیځ دښمن بولي او اوس هم دا فکر کوي، چې فلسطين به همدا ايران له اسراييلو ازادوي.

د الجزيرې تلويزون مشهور ژورناليست او د «الاتجاه المعاکس» سياسي پروګرام چلوونکی دکتور فيصل القاسم وايي: «چې موږ څنګه له يو چا د القدس د ازادۍ تمه کوو، چې کوم خلک د قدس فاتح عمر رضي الله عنه ته کنځلې کوي او د همدې خلکو مشرانو قدس برتانوي ښکېلاک ته ورکړی دی.»

فيصل قاسم زياتوي، چې ايران د امريکا په مشوره عربي نړۍ، افغانستان او پاکستان کې په ډېره چټکتيا خپل نفوذ خپروي او غواړي، چې د سيمې ټول واک په خپل کنټرول کې ونيسي.

عراق او افغانستان د ايران په مرسته سقوط کړی

د ايران پخواني ولسمشر هاشمي رفسنجاني د خپلې واکمنۍ پر مهال د جمعې په خطبه کې ويل «که د ايران مرسته نه وای، نو کابل او بغداد د امريکا پر وړاندې سقوط نه شو کولای.»

ايران د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف مهم غړی دی

نيويارک ټايمز امريکايي ورځپاڼې ليکلي، چې ايراني چارواکي خو په ظاهره ځان د امريکا په مشرۍ له نړيوال ايتلافه وتلی بولي، مګر ايران په پټه د امريکا تر ټولو مهم او قوي ايتلافي دی.
نيويارک ټايمز د امريکايي ولسمشر بارک اوباما د هغو ليکونو په اړه هم راپور ورکړی، چې د ايران مذهبي لارښود اية‌الله خامنايي ته يې لېږلي دي.

سرچينه زياتوي، چې ایراني عسکر او استخبارات امريکايي چارواکو سره په ګډه د اسلامي دولت پر ضد پلانونه او کړنلارې جوړوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x