د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوګان

اردګان: دا عدل نه دی چې په نړۍ دي پنځه هیوادونه واکمن وي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان په خپل یوه تازه وینا کې ویلي چې دا څرنګه کیدای شي چې یوازي پنځه هیوادونه په ټوله نړۍ حکومت وکړي، او یوازي هغوی داسي پریکړي وکړي چې د ټولي نړۍ راتلونکی ورسره تړلی وی.

د نوموړي دا خبري نن د ترکیې ورځپاڼو را اخیستې، اردګان ویلي چې اوسنی نړیوال نظام په عدل نه دی ولاړ، او له همدې وجي په نړۍ کې د ظلم او زورواکۍ لاره پرانیستل کیږي او بې عدالتي ورځ تر بلي زیاتیږي.

نوموړي پنځه هیوادونه، امریکا، روسیه، چین، برتانیا، او فرانس یاد کړي، کوم چې د ملګرو ملتونو په امنیتي شورا کې دایمي عضویت او د ویټو حق لري، که ددغو پنځو هیوادونو څخه یو هم په یوې پریکړي باندي خپل د ویټو حق استخدام کړي، نو بیا امنیتی شورا یوې پریکړي ته نه سره رسیږي.

له همدې کبله چې ټول نړۍ وغواړي د اسرائیل سره قانوني چلند وکړي، خو د امریکې له وجي هیڅ نه شي کولای، ځکه چې امریکا د اسرائیل په حق کې همیشه د ویټو د حق څخه استفاده کوي، او په همدې توګه د سوریې د واکمن نظام بشار الاسد ځواکونه که په سوریه کې هر څه کوي، خو د روسیې د ملاتړ له کبله او د هغوی دویټو د حق له کبله امنیتي شورا د سوریې د حکومت په خلاف قانوني چلند نه شي کولای.

د سوریې په اړه نوموړي د غرب په موقف په شدت سره تنقید کړی، او ویلي چې کله دوی غربیان زمونږ سره ملاقات کوي، نو زمونږ ډیره ستاینه کوي، او مبارکۍ راکوي، او زمونږ هڅي ستايي چې مونږ د سوریې د مهاجرینو سره مرسته کړې، خو اردګان وايي چې زه هغوی ته په جواب کې وایم چې دا خوشي خبري پریږدئ، دا خبري هیڅ په ښې نه راځي، مونږ ته د کومک خبره وکړئ، چې څومره کومک کولای سئ، اوس ترکیا په یوازي سر دغه ټول مصرف برداشتوي، تاسو باید د هغه کومک خبره وکړئ، چې څومره کومک کولو ته تیار یاست.

نوموړی وايي چې تاسو څه فکر کوی، غربیانو ته د ۳۰۰ زره یا ۴۰۰ زره کسانو وژنه اهمیت لري؟

او یا ایادوی کله دې ته اهمیت ورکړی چې ترکیا تر اوسه یو ملیون او شپږ سوه زره مهاجرین په خپل هیواد کې میشت کړي؟

نوموړی خپله جواب ورکوي، او وايي چې نه.

هغوی ته د ۳۰۰ او ۴۰۰ زرو کسانو مرګ هیڅ مانا نه لري، او نه هم په دې کیسه کي دي چې ترکیا څومره مهاجرین خپل په هیواد کې میشت کړي.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د