افغانستان

په کندز کي ۴۷ کارتنه شراب نیول شوي

Alcohlic_bottlesنن ټکی آسیا: روز خبري اژانس خبر ورکړی چي تیره ورځ د کندز په ولایت کي ۴۷ کارتنه الکوحلي مشروبات او شراب ونیول سول.

د مخدره موادو سره د مبارزې امر فضل احمد عبرت ویلي چي دغه مشروبات د ګاونډي هیواد تاجکستان څخه افغانستان ته قاچاق کیدل.

د نومړي په وینا دغه مشروبات چې د شیرخان بندر له لاري يې افغانستان ته د راتیرولو هڅه کیدله،

په یو پیک اپ ډوله موټر کي ځای پر ځای شوي وه، چي د پولیسو له لوري ونیول سول.

فضل احمد عبرت وویل چي ددغو مشروباتو د قاچاق په تور یې څلور کسه هم نیولي، چي څارنوالي ته ور معرفي شوي دي، او تحقیقات ځینی روان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x