
د افغانستان په اړه لندن کنفرانس پيل شو
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۳مه ۱۳۹۳ل): شېبه مخکې افغانستان سره د مرستو په اړه لندن کنفرانس د برتانيا او افغانستان په کوربه توب پيل شو.
دغه کنفرانس نن د لندن پر وخت ۲:۳۰ ماسپښين د برتانيا د بهرنيو چارو وزير او د ګډ حکومت د اجرايوي ريس په پرانستونکې وينا پيل شو.
رسنۍ وايي، چې د لندن غونډې ته د برتانيا، امريکا، پاکستان، هند او نورو هېوادونو استازي خبرې کوي او کنفرانس په پای کې به د ګډ حکومت مشر اشرف غني اختتاميه وينا کوي.
په دغه کنفرانس کې د افغانستان يو شمېر سرپرست وزيران هم ګډون لري او ويل کيږي، چې د نړيوالو مرستو د راجلبولو په موخه به دغه کنفرانس کې يو شمېر سرپرست وزيران هم ويناوې وکړي.
په دغه کنفرانس کې د ګډ حکومت د دواړو مشرانو او د سرپرستې کابينې د يو شمېر غړو په ګډون د مدني ټولنې لسګونو غړو هم ګډون کړی دی.
يو شمېر باوري سرچينې وايي، چې د لندن کنفرانس د مدني ټولنو يو شمېر ګډونوالو دغه هېواد کې د کډوالۍ غوښتنه کړې ده.
د لندن کنفرانس په اړه د نورو معلوماتو او تبصرو لپاره نن ټکی اسيا سره اوسئ.