ورزش

کرکیټ: د حامد حسن ۵ وکټو هم افغانستان له ماتي ونه ژغوره

متحده عرب امارات د افغانستان څخه د څلورو لوبو لړۍ وګټل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۳مه ۱۳۹۳ل): په هغه لوبه کې چې نن د افغانستان او متحده عرب اماراتو تر منځ په دبۍ کې تر سره شول، متحده عرب امارات لومړی بیټنګ وکړ، او د ۲۵۸ منډو جوړولو سره یې د افغانستان لوبډلي ته د ۲۵۹ منډو هدف وټاکه، خو د افغانستان یوازي وکولای سوای چي ۲۲۸ منډي جوړي کړي، او خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړي.

د تفصیلاتو سره سم نن د دبۍ په نړیوال کرکیټ اکیډمۍ کې د دواړو هیوادونو تر منځ څلورمه یوه ورځنۍ لوبه وه، چې تر سره شول، د لوبي په پیل کې افغانستان پچه وګټل، او لومړی یې د فیلډنګ (توپ اچوني) فیصله وکړه.
که څه هم د افغانستان بال غورځونکو نسبتا ښه لوبه وکړه، او د متحده عرب امارات نهه وکټه یې واخیستلې، او هغوی یې تر ۲۵۸ منډو پوري محدود کړل، خو توپ وهونکو (بیټنګ) کې بیا ناکامي ددې سبب شو، چې دغه لوبه وبایلي.

د افغان له خوا په توپ غورځونکو کې تر ټولو غوره لوبغاړی حامد حسن وو، چا چې په خپل لس اورونو کې ۵ لوبغاړي وسوځول، او یوازي ۴۵ منډي یې ورکړې، د حامد حسن وروسته محمد نبي ۲ وکټه، او دولت زدران، سمیع الله شینواري یو یو وکټ واخیست.
د افغانستان په بال غورځونکو کې تر ټولو لږ منډي د شاپور زدران په بالونو جوړي شولې، د چا په نهه اورونو کې چي یوازي مخالفي لوبډلي ۳۰ منډي جوړي کړي.

د افغانستان په توپ وهونکو (بیټسمینانو) کې یوه لوبغاړي هم نیمه سلیزه (50) منډي جوړي نه کړای شوې، نوروز منګل په ۴۷ بالونو ۴۸ منډي، او اصغر ستانکزي ۴۱ منډو جوړولو سره د افغانستان له خوا ډیري منډي جوړي کړي.
میرویس اشرف ۲۹، شفیق الله ۲۷، محمد نبي ۲۳ او دولت زدران ۱۸ منډي جوړي کړي.

د افغانستان لوبډله د ټاکل شوي هدف په جواب کې په پنځوسم اور په دریم بال خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه، او یوازي ۲۲۸ منډي یې جوړي کړي، چې په دې توګه دغه د څلور لوبو لړۍ د متحده عرب امارات په نوم شول.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شفيع الله صافي

مننه ستاسو نه نن.اسيا
سايت

ډاکتر احمدی

فکر کوم چی حامد حسن نه دی حمید حسن دی اصلاح یی کړی

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx