افغانستان

په کندهار کي افغان ترک لیسې ۴۰ تنه زده کوونکي فارغه کړه

Afghan-Turkish-School-2د کندهار په ښار کي د افغان ترک لیسه د افغانستان د جنوبي زون په کچه د یوه عصري او پرمختللیو ښوونیزو لیسو څخه یوه ده، چي د ترکې په مالي مرسته د نورو ولایتو تر څنګ په کندهار کي هم فعالیت کوي.

دې لیسي ته هر کال د یو شمېر دولتي ښوونځیو څخه د اتمي ټولګي فارغه شوي زده کوونکي ورځي، او د ازمویني وروسته استعداد لرونکي زده کوونکي د اتم ټولګی څخه بیا تر دولسم پوري زده کړي کوي.

ددغي لیسي مدیر ویلي چي سږ کال يې ددولسم ټولګی څخه ۴۰ تنه زده کوونکي فارغه کړه.

مدیر وویل: زده کوونکي  دپنځو کالولپاره دلته زده کړه کولاي شي،چي نن مو ددې ډلي څخه ٤٠ تنه زده کوونکي دنورو ښوونځيو په څېر او دافغانستان دپوهني د وزارت مطابق دتدريسي مضامينو په برخه کي فارغه کړه.

د کندهار د والي مرستیال انجینر محمد قادري د فراغت په غونډه کي وویل چي دی له هغو هیوادونو څخه مننه کوي چي په داسي سختو شرایطو کي افغانستان ته خپل ښوونکي را لیږي، او د تعلیم په برخه کي د افغانانو سره مرسته کوي.

افغان ترک لیسي تر دې دمخه هم په سلګونو زده کوونکي فارغه کړي، او د کندهار ولایت زیات شمېر اوسیدونکي د نورو ښوونځیو په پرتله ددې لیسې تدریسې کړني با کیفیته ګڼي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x