نړۍ

چيچنيا: په وسله وال بريد کې د لسو پوليسو په ګډون ۱۹ تنه وژل شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۳مه ۱۳۹۳ل): د چيچنيا پلازمېنه ګروزني کې جهادي ډلې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو پر مرکزي ودانۍ بريد کې د لسو امنيتي چارواکو په ګډون ۱۹ تنه وژلي او ګڼ نور ژوبل دي.

د راپورونو له مخې د چيچنيا جهادي ډلې دغو بريدګرو تېره شپه پر ځايي وخت يوه بجه ګروزني کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د رسنيو پر مرکزي دفتر بريد وکړ او له بريده مخکې يې د ودانۍ امنيتي پوسته له منځه يوړه او ګن پوليس يې پکې ووژل.

په دغه ودانۍ کې د چيچنيا تر څنګ د روسي رسنيو دفترونه هم وو.

د چيچنيا جهادي ډلې د ياد بريد مسؤوليت منلی او دا يې د چيچنيا د مسلمانو ښځو د وژلو کسات بللی دی.

د ياد بريد له کبله ګروزني کې سخته وېره او ترهه خپره وه او چيچنيايي چارواکو سخت امنيتي تدابير نيولي وو او د رسنيو د مرکزي دفتر ودانۍ ډېره برخه سوځېدلې ده.

د اسوشيټيډ پريس خبريال وايي، چې په خپلو سترګو يې د نوموړې ودانۍ لوګي او لوخړې ليدلي دي.

د چيچينا ولسمشر قدیروف وايي، چې ياد بريد کې د نهو بريدګرو په ګډون درې ترافيکي پوليس وژل شوي دي.

روسي سرچينې وايي، چې د امنيتي ځواکونو په ګډون لس چارواکي او نهه بريدګر وژل شوي او شاوخوا ۲۱ تنه ټپيان دي.

د چيچنيا جهادي ډلې دا بريد په داسې حال کې کړی، چې د روس ولسمشر ويلايديميرپوټين نن د روس تر اغېز لاندې هېوادونو لپاره خپله کلنۍ وينا کوله.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x