نظــر

د جنرال ظاهر د عزل ونصب پرسر د ګډ حکومت لومړنۍ منازعه

لیکوال: شاهد (غزنيوال)

د تیرې یکشنبې په ورځ کورنیو رسنیو د کابل د امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر له دندې څخه د استعفا خبر ورکړ.

د رسنیو په حواله له دندې څخه د نوموړي د ګوښه کولو دستور د کورنیو چارو وزارت د ده تر استعفا یوه اونۍ مخکي صادر کړی و.

د رسنیو په باور ښاغلي جنرال ظاهر ځکه استعفا ته اړکړای شو چې د کابل په ښارکې د نا امنیو او د وسله والو طالبانو د بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلى.

د جنرال ظاهر له ګوښه کیدو سره سمدستي د بلخ د امنیه قومندان جنرال عبد الرحمن رحیمي د نوموړی پرځای وګمارل شو.

خو د خبرې رسنیو د ویب پاڼو له سرلیکونو څخه لا د کابل د مستعفي قومندان جنرال ظاهر د ګوښه کیدو خبر نه وه لیری شوی چې د دوشنبې په ورځ یې بیرته د هماغو رسنیو لخوا د بیا ځلي مقرري خبر ورکړل شو.

د سه شنبې په ورځ خپله ښاغلي جنرال ظاهر ظاهر له طلوع ټلویزوني شبکې سره په خپلو څرګندونو کې وویل چې داخبره ناسمه ده چې ما استعفاء ورکړي، بلکې زه د کورنیو چارو د وزیر په شخصي دستور له دندې ګوښه کړی شوی یم.

جنرال ظاهر د يادې مرکې پر مهال وویل چې زه به هغه مهال د خپلې دندې پریښودل منم چې په عوض کې يې راته بل مناسب مسؤلیت وسپارل شي …

نن د پانجشنبې په ورځ بیا رسنیو خبر ورکړ چې جنرال عبد الرحمن د بلخ پخوانی امنیه قومندان د جنرال ظاهر پرځای ټاکل شوي او د كورنيو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي هم د خبر په تائید سره وویل چې اوس نه غواړي د هغو موضوعاتو په اړه څه ووايي چې د دغې ټاکنې په اړه رسنیو ته رسیدلي ، خو اوس مهال جنرال ظاهر ظاهر له څارندوی قومنداني څخه د کورنیو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې رياست ته تبديل شوي.

دا د ملي یووالي په نوم حکومت لومړنۍ ټاکنه ده چې په کابل ولایت کې یې کوي چې تقریبا یوه اونۍ پري تنازع روانه ده ، که چیرې هغوی وغواړي د ټول هیواد په سطحه د والیانو او څارندوی قومندانانو په اړه تغیرات راولي نو ښايي د جنجال او منازعې خبر یې تر کلونو واوړي.

له کله چې د جنجالي انتخاباتو په نتیجه کې چې د جان کیري په مداخله د ملي یووالي په نوم ګډ حکومت رامنځته شو له هغه راهیسې شنونکو د دغه نامأنوس حکومت پر دوام او ګډ کار کولو شک درلود چې د جنرال ظاهر ظاهر عزل او نصب د هغوی شک پر یقین بدل کړ.

د دوه سري حکومت نوعیت او د هغه په رأس کې د ښاغلی اشرف غني او ډاکټر عبدالله غبرګ موجودیت ښايي د نظام سازي په تاریخ کې لومړنی ماډل حکومت وي چې بیلګه یې د ټولې نړۍ په دیپلوماتیکو او اداري اعرافو کې نه لیدل کیږي.

په یوه حکومت کې د دوو مشرانو موجودیت په حقیقت کې د افغان ولس د ملي یووالي د تخریب او له منځه وړلو اساسي وسيله ده چې د امریکایانو داشغال په نتیجه کې پر افغانانو تپل شوی ؛ ځکه د انساني طبیعت له مخې د اخبره ناشونې ده چې دیوه کار په اړه دي د دوو چارواکو یو ډول توافق نظر وي .

همدا لامل دی چې د بشریت په تاریخ کې په ټولو دیني او وضعي اعرافو او قوانینو کې د یوه نظام ، یوه هیواد او یوه حکومت لپاره یو مشر او یو رئیس وي .

خو زمونږ په هیواد کې د امریکايي ديموكراسي له برکته له نړیوالو منل شويو مذهبي او وضعي قوانینو څخه هم تخطي کیږي او د افغانانو د جنګولو لپاره یې د یوه نظام لپاره دوه مشران راته ټاکلي.

په قرآن کریم کې د الله تعالی د وحدانیت او یوالي په اړه د کائناتو دائمي نظم او هماهنګي هم د دې لامل ښودل شوی چې د کائناتو خالق یو دی ، ځکه که دوه خدایان وای نو همیشه به دغه نظام یو له بله په ټکر کې و.

د دې الهي ارشاد دلالت النص په دې صراحت کوي چې د یوه نظام او هیواد لپاره د دوو مشرانو شتون په خپل ذات کې د ګډ وډي او تباهي په معنی دی .

خو یرغلګرو امریکایانو دغه د تباهي اوګډ وډي لامل (دوه سری حکومت) هم د اصلاحاتو تر نامه لاندې پرافغانانو تحمیل کړی، اوس که د هغه په نتیجه کې هر ډول فساد او تخریب په افغانستان کې رامنځته کیږي امريكايان به وايي چې دا د افغانانو د ملي یووالي د حکومت محصول دی .

امریکایان د نړۍ د مفسد او دسیسه ګر قوم په توګه هغه څوک دي چې ټوله نړۍ يي نن د دغسي شیطاني پلانونو په عملي کولو سره نا آرامه کړې او په هغو فساداتو یې د دیموکراتیکو اصلاحات نوم ایښی.

وَإِذَا قِيلَ لَهُمْ لاَ تُفْسِدُواْ فِي الأَرْضِ قَالُواْ إِنَّمَا نَحْنُ مُصْلِحُونَ (11) أَلا إِنَّهُمْ هُمُ الْمُفْسِدُونَ وَلَـكِن لاَّ يَشْعُرُونَ (12)

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close