fbpx

د یوه حدیث شرحه (پنځلسمه برخه) – صحابه کرام اودشپې عبادت

لیکوال: حامد افغان

صحابه كرامو رضي الله عنهم د رسول الله صلي الله علیه وسلم ګام په ګام پروي کوله او د شپې عبادت او قیام للیل چې دومره ستر عبادت دی په دې کې یې هم د هغه دپیروي نموني موږ ته پرې اېښې دي د څو حالات یې در سره شریکوو . ویل کیږې د عمر بن الخطاب رضي الله عنه په مخکي د چپل د تسمي په څیر دوه توري لیکي وې ، اودا د ډیرې ژړا لامله ، یو وخت یې دا ایتونه وویل : إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ. سورة التكوير(1)، تر وَإِذَا الصُّحُفُ نُشِرَتْ . سورة التكوير(10). پوري ، او بېهوښه ولویدی . یوه ورځ په یوه کور تیریدی ، د کور خاوند لمونځ کاوه اوپه لمانځه کې یې سورت الطور تلاوت کاوه ، عمر ورته ودریدی او دهغه تلاوت ته یې غوږ ونیوی ، هغه چې دې ایت ته را ورسیدی : إِنَّ عَذَابَ رَبِّكَ لَوَاقِعٌ * مَا لَهُ مِن دَافِعٍ . سورة الطور(7_8) . دی له خپل خره نه کوز شو ، او نږدې دیوال ته یې څنګ ولګاوه ، څه ځنډ یې څنګ لګولی و ، بیا کورته ولاړ ، یوه میاشت ناروغه شو ، خلک به د ناروغي پوښتنې ته ورته راتلل ، او په دې نه وو خبر چې ناروغي یې څه ده . إحياء علوم الدين(4/184).

د دې لاندې ایت په باره کې راغلې دي چې د عثمان بن عفان رضی الله عنه په باره کې نازل شوی ده ، أَمَّنْ هُوَ قَانِتٌ آنَاء اللَّيْلِ سَاجِدًا وَقَائِمًا يَحْذَرُ الْآخِرَةَ وَيَرْجُو رَحْمَةَ رَبِّهِ} سورة الزمر(9) . یعني هغه څوک چې دشپې په وختونو کې عاجزي کوونکی وي ، په سجده وي او په ولاړو عبادت کوي ، له اخرت نه ویریږې ، او دخپل رب د رحم هیله لري . عبدالله بن عمر رضي الله عنهما وایې : ځکه چې امیرالمؤمنین عثمان بن عفان رضي الله عنه به دشپې خورا ډیر عبادت کاوه ، او قران کریم به یې تلاوت کاوه ، تردې پورې چې پوره قران یې په یوه رکعت کې هم ویلی ده . تفسير القرآن العظيم(4/61).

ابوهريره رضي الله عنه , میرمن یې او خادم یې شپه په دریو برخو وېشلې وه ، لکه ابوعثمان النهدي چې وایې : ابوهریره ، دهغه میرمنې او خادم یې شپه سره ویشلې وه چې کوم یو به ویښ شو هغه به بل راوېښاوه ، هغه به چې لمونځ وکړ بیا به یې بل راوېښاوه . صفة الصفوة(1/692).

د ابوموسي الاشعري رضي الله عنه قوم الاشعریون دشپې په تلاوت سره پیژندل کیدل او په دې سره مشهور وو ، په صحیح مسلم کې په یوه روایت کې راغلې دي رسول الله صلي الله علیه وسلم وایې : زه د اشعریونو ملګرو دقران د تلاوت غږونه پیژنم ، چې کله هغوی دشپې راپورته شي او تلاوتونه کوي . او دشپې له مخي د هغوی دقران په غږ سره دهغوی کورونه پیژنم . إني لأعرف أصوات رُفْقَةِ الأشعريين بالقرآن حين يخلون بالليل، وأعرف منازلهم من أصواتهم بالقرآن بالليل .

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د