افغانستان

د افغانستان په جنوب کي یو بهرنی سرتیری ووژل شو

British_Soldiers_Killedنن ټکی آسیا: په کابل کي د ایساف مطبوعاتي دفتر اعلان وکړی چي تیره ورځ ددوی یو تن بهرنی عسکر د افغانستان په جنوب کي د یوې غیر جنګي پيښي له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ایساف ددې پيښي څرنګوالي نه دی ښودلی او نه یې دقیق ځای او د عسکر هویت په ډاګه کړی دی.

د ځینو خبري سرچینو له قوله دا ۱۶۳ م بهرنی سرتیری دی، چي په روان میلادي کال کي وژل کيږي.

د یادوني وړ ده چي خبري سرچيني هغه مړي شماري کوم چي د ایساف له خوا اعلان شوي وي، خو زیات شمېر شنونکي په دې باور لري چي د مړو شمېر دي تر دې په څو چنده زیات وي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x