د افغانستان په اوسني ګډ حکومت کې دوه چارواکي په ګډه یو مډال ځړوي

د مفکر بله رسوايي!

لیکوال: لطف الله خیرخوا

کالم: نکات

مخکې درومي او داسې کانې کوي، چې له ډېر بې ثقافته انسان سره هم نه ښايي. د امريکا سفير جيمز کننګهم ته يې د ډبل عبدالله په ملتيا د شهيد وزير اکبرخان(۱۸۱۶ – ۱۸۴۵ م) مډال ورکړ. دا دوهم مډال دی، چې ډېر مساويانه او عادلانه د غبرګسري حکومت د مشرانو(ع، غ) لخوا يرغلګرو ته ورکول کيږي.

مفکر ماهر دی، پوخ ګوزار يې وکړ. دا خاوره او د دې خاورې خلک يې بې ثقافته وګڼل، د افغانستان په تاريخ او د افغانانو په حافظه يې ملنډې ووهلې.

دی چې د يو ګڼ تبليغاتي انډوخر په ملاتړ خلکو وپېژاند او ان دا دی تر دې ځايه يې ځان کش کړ، داسې فکر کوي، ګوندې رښتيا هم مفکر دی او غواړي له خپل «تفکره» نوی ثقافت وزېږوي. دی چې اصلا د اقتدار تږی دی، ان دې ته هم حاضر دی، چې دوستم يې معاون شي او عبدالله يې نيم په رياست کې ورشريک شي، خو دا چې بړيڅي يې مفکر ګڼي، نو له امنيتي تړون او «کننګهم» له مډاله د دې ځای د زيږ ثقافت د ولاء وبراء بديل غواړي.

داسې انګېري چې ګواکې دلته د دوستۍ او دښمنۍ هيڅ اساس نه شته، ځکه يې جيمز کننګهم ته د شهيد وزير مډال وروځړاوه. څه فکر کوي، چې افغانان وزير اکبرخان نه پېژني؟ څه ګومان يې دی، چې جيمز کننګهم هم افغانان د ده په سترګو پېژني؟

دا همغه نکته ده،چې دی په کې د دې ځای په تاريخ او حافظه ملنډې وهي. وزير شهيد د مکناټن قاتل او د شاه شجاع د وژنې قومندان دی. مکناټن څوک دی؟ هغه جګړه مار چې شاه شجاع په همدغه دليل کابل ته راوست، چې کننګهم او مشران يې پر بنسټ مفکرخېلو وتو ته ظاهرا پرې نه ښوول او افغانستان يې په يوه لاسليک تر نامعلومې مودې پورې پرې وپلوره.

حداد صيب «د افغان ملي تاريخ» کتاب کې يو عنوان ايښی: د شاه شجاع مهمې غلطۍ تکرار شوې. دې عنوان لاندې وايي چې شاه شجاع مکناټن په دې دليل ځان سره بدرګه راوست، چې ګنې افغانان په سيمه کې له زورور ايران سره جغ نه شي وړای. سيالي يې ورسره نه ده برابره، نو داسې يو ملاتړي ته اړتيا ده، چې له قوي ګاونډي سره مو سيال کړي، هغه و، چې مکناټن راغی.

د دغه مکناټن قاتل وزير اکبر خان دی. دغه مکناټن چې چا (شاه شجاع) په کوم دليل راوستی د هغه قاتل هم وزير اکبرخان دی. د دې شهيد وزير مډال څنګه هغه چا ته ورکوئ، چې نن او په همغه طراز د مکناټن ځای ناستی دی؟ نن څنګه د پروني شاه شجاع او له هغه څخه بدطرازه ځای ناستی «مفکر» ګڼئ؟

اوسنۍ جګړه چې له نظامي پلوه څومره بده ده، څو چنده يې له فکري اړخه بده ده. وګورئ، دوی چې کننګهم ته د شهيد وزير مډال ورکوي، غټه موخه يې دا هم ده، چې هغه زموږ د غزواتو ډک تاريخ په يوه بې رزمه عملي تفسير وړاندې کړي…هغه زموږ د اقدام او پرېکنده دريځ روايت رابدل کړي.

دوی څه فکر کوي، چې دوی وزير په دغسې يوه بيخي ښکته بیعه سودا ته وړاندې کړ، افغانان يې همداسې ورسره مني؟ نه ..هيڅکله نه، بلکې افغانانو به يو وار بيا د جهاد تعهد تازه کړی وي، ځکه د وزير په نوم د جهاد وغزا هغه تاريخ ورياديږي، چې لا د مفکرخېلو د دليل (آی اس آی) تصور هم نه و تولد شوی.

مفکرخېل چې اوسنی جهاد پردی ګڼي، د وزير اکبرخان له نومه يې هم حيا نه کيږي؟ اصلا دوی په دې عمل وزير اکبر خان سره د خپلې دښمنۍ اظهار کوي او اوسنيو مکناټنخېلو ته ښايي، چې د وزير لاروي به دغسې درنه ځاروو، خو دوی هېره کړې، چې : نن که په ما ده هيڅ خبره نه ده، سبا په تا ده هيڅ خبره نه ده!

دوی به وزير سره دومره دښمني ځکه کوي چې دا د رزمونو وزير له مکناټن او شاشجاع څخه د مفکرخېلو د سکنيو(هندوان و سِکان) پر وژنه ډېر متعارف دی. همدغه ځای کې موږ ته د دوی د اصليت ژور ښکاري. په دوهم عبارت؛ دوی چې د نړېوالو اشرباڼو وجود د شاه شجاعخېلو په دليل توجيه کوي او دوی چې د وزير اکبرخان د کټار دښمن سکني دي، نو د دوی د تفکر او ملتپالنې عمق سر ته راوځي. دوی مخکې له دې چې د افغانانو په حافظه ملنډې ووهي، پر ځان ملنډې وهي او خپل غباوت په راڼه تصوير کې راښيي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
صفي الله
میلمه

وايم الله خو دې مرستندوی شه، هره کښلې کرښه دې د کاڼي کرښه ده، نور توفيق درته غواړو