افغانستان

په هرات او بادغیس کي باد او بارانو سخت زیانونه اړولي

kabul_rainsنن ټکی آسیا: تیره شپه ناوخته په د افغانستان په لویدیڅو ولایتونو بادغیس او هرات کي سخت باد او بارانو لږ تر لږه ۳ تنه مړه او تر ۲۰ زیات ټپيان کړي دي، او زیات شمېر مالي زیانونه یې هم رسولي دي.

د بادغیس د والي ویاند حاجي شرف الدین مجیدي تیره شپه ناوخته ویلي چي نن ماسختن د بادغیس ولایت مرکز او یو شمېر نورو سیمو کي خورا سخت بارانونه وشوله،

چي د امله یې د ښار لاري کوڅي د اوبو څخه ډکی شوی، او لږ تر لږه يې پنځوس دکانونه نړولي.

نومړي وویل چي د بارانو له وجي مرګ ژوبله هم را منځته شوې، چي تر اوسه ۳ مړي او ۲۰ تنه ټپیان روغتون ته وړل شوي دی.

د بلي خوا په هرات کي هم بارانو د هرات ښار لاري او کوڅي د اوبو ډکي کړي، او د ښار لوی واټنونه يې د ترافیک پر مخ بند کړی وه.

د هرات ښار د څخه د طبیعي پيښو سره د مبارزې ریس عبد الحمد مبارز ویلي چي سختو بادو او بارانو له وجي د غټ زیان رسیدلو انډیښنه ده، او نومړي په دغه اړه د جمهور رییس د دوهم مرستیال سره اړیکي نیولي واو د مرستي غوښتنه يې ځیني کړې.

نومړي وویل که په عاجله توګه مرسته نه ورسول شي، نو کیدای شي چي ډیر مالي او ځاني زیانونه  به ورسیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x