ټولنیزه برخه

ایا پوهیدئ چې ….؟ (۶)

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لیندۍ ۱۳مه، ۱۳۹۳ل):

۱- ایا پوهیدئ چې فنلینډ هیواد د نړۍ تر ټولو غوره او هندوستان تر ټولو خرابې اوبه لري؟

۲- ایا پوهیدئ چې نوی پیدا شوی ماشوم ۳۰۰ هډوکي لري چې اکثره يي بیا له یو بل سره یو ځای کیږي؟

۳- ایا پوهیدئ چې د انسان د مخ پوټکی هرو دوو اوونیو کې له نويو سلولونو سره بدلیږي؟

۴- ایا پوهیدئ چې د انسان بدن په یو ساعت کې دوه لیتره خوله تولیدولی شي؟

۵- ایا پوهیدئ چې له تلسکوپ یا دوربین پرته سترګې په اسمان کې ۶۰۰۰ ستورې لیدلی شي؟

۶- ایا پوهیدئ چې چاکلیټ د سپي په زړه او اعصابو ناوړه اغیزه لري لږه اندازه چاکلیټ خوړلو سره له منځه ځي؟

۷- ایا پوهیدئ چې یو څاڅکی الکول لړم لیونی کوي او د دې لامل ګرځي چې لړم خپل ځان وچیچي؟

۸- ایا پوهیدئ چې په ناریال کې موجودې اوبه د وینې پلازما په ځای استعمالیدی شي؟

۹- ایا پوهیدئ چې د بلوط ونه له ۵۰ کلنۍ څخه وړاندې میوه نه کوي؟

۱۰- ایا پوهیدئ چې په سګرټو کې موجود نیکوتین یوازې ۳۰ ثانیو کې وینه کې جذبیږي او د انسان په اعصابو اثر کوي؟

۱۱- ایا پوهیدئ چې سمور ژوي د خوب پر مهال د یو بل لاسونه نیسي تر څو یو بل ورک نکړۍ؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
نوید خان ځاځی

سلام
ډیره په زړه پوری پاڼه ده ما یی له ډیر معلماتو څخه ګټه واخیسته.

مننه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x