نیم په نیمه تقسیم – لنډه کیسه

لیکوال: ذره بین

یادونه : دا یوه ادبي لنډه کیسه/افسانه ده

د میده ګل اکا چې له ژونده تمه وخته او په دې وپوهېد چې همدا یي د ژوند وروستۍ ناروغي ده،نو یوه ورځ یي خپل دواړه زامن تور ګل او خان ګل کېنول او خپل وروستی وصیت یي ورته پیل کړ.
زامنو ! زه به مړشم خو زما اروا به په قبر کې هغه وخت ارامه وي،چې تاسو ښه د ورورګلوي ژوند سره تېر کړئ،له جنجال او بي اتفاقي ځان وساتئ،ځکه بي اتفاقي د ورکې علامه ده، هیڅکله جنجال مه کوئ،ستاسو ترمنځ د جنجال هیڅ اړتیا نشته، دوه وروڼه یاست او هرڅه نیم په نیمه در رسیږي، په هرڅه مو چې دعوا راتله نیم په نیمه یي سره جلاکوئ، پنځوس فیصده به یوه او پنځوس فیصده بل ته رسیږي.

د زامنو تر منځ د جنجال د مخنیوي په خاطر د میدګل اکا نیم په نیمه فارمول نوی نه و، نوموړي تردې پخوا هم د خپلو غبرګو زامنو ترمنځ جنجال په همدې بنیاد هواراوه، هغه وخت چې زامن یي ماشومان و، یوه ورځ له خپل پلار سره غره ته د خسو ټولولو لپاره تللي و، مور یي ورته دخره په انډي کې دوه پتیرې ایښي وې،میدګل اکا چې وږی شوی و، یوه پتیره یي وختي لا وخوړه ، خو چې کله یي وار د زامنو شو، نو په یوه پاتې پتیره یي ترمنځ جنجال شو، تورګل پتیره وتښتوله او خان ګل ورپسې له شا ډبرې شیلک کړې، میده ګل اکا دواړه زامن سره ګواښ کړل ، له تورګل نه یي پتیره یووړه ، په دوو ډبرو یې د پتیرې یو بل سر کیښود په منځه یی ووهله ، پتیره په منځ نیمه شوه، نیمه یي تورګل او نیمه خان ګل ته ورکړه او په دې ډول جنجال ختم شو، میده ګل اکاد خپلو ځیلي زامنو ترمنځ همیشه دنیم په نیمه فارمول نه په استفاده شخړې هوارولې نوځکه یي په وصیت کې هم ورته همدا خبره وکړه .

میده ګل اکا مړ شو،د وفات یي لا څلویښتي نه وه پوره چې د زامنو ترمنځ یي د جنجال بڅري په لمبو شول،تورګل او خان ګل چې په کوچنیوالي یي ترمنځ سخت ضد او کینه وه،هماغه پخوانۍ خپل منځي کینه یي یو ځل بیا راتانده شوه، د وروڼو ترمنځ مشترکه ګوزاره سخته شوه،نوځکه یي فیصله وکړه چې باید سره بېل شي.

دواړو وروڼو مشوره وکړه چې د تقسیم لپاره دریمګړي ته هیڅ ضرورت نشته،حساب معلوم دی،پلار مو وصیت کړی چې هرڅه به نیم په نیمه سره جلا کوئ،په همدې بنسټ د کور د شیانو تقسیم پیل شو،له بړستنو او توشکو ونیسه بیا تر چرګو او نورو شیانو پورې هرڅه نیم په نیمه بېل شول،په چرګو کې یوې چرګې ۱۲ چرګوړي ایستلي و، چرګه د چرګو په حساب کې تقسیم شوه او د چرګوړو له جملې یي شپږ د تورګل او شپږ د خان ګل شول.

د تقسیم په مهال واړه اختلافات په سوله ایزه طریقه ډیر آسانه حل کیدل، مثلا د میده ګل اکا په کالیو کې یوه دعسکرۍ دوخت زړه دریشي راوخته، ددواړو وروڼو ورته هوس وشو، خو یو هم تیریدونکی نه و، په پایله کې د نیم په نیمه تقسیم له مخې پتلون د خان ګل او کورتۍ د تورګل شوه.

د کور د کالیو په تقسیم کې هم یوځل ستونزه د همدې نیم په نیمه جادويي فارمول په مټ هواره شوه،د کور بړستنې زیاتره جوړه جوړه وې ،چې د کور میرمنو د پلرګنۍ له کورو راوړې وې،مګر یوه امریکایي بړستن چې دکډوالۍ په وخت یي میده ګل ته په راشن کې ورکړې وه سرته ووته،دواړه وروڼه حیران وو چې په دې به څه کوي،بالاخره د نیم په نیمه فارمول په اساس تورګل لویه بیاتي راواخیسته او د راشن بړستن په منځ دوه ټوټې کړه، نیم د یوه او نیمه دبل ورور شوه.

د کور د کوچنیو شیانو له تقسیم وروسته خبره کورنیو حیواناتو ته ورسېدله، میده ګل اکا درست عمر یوه غوا ساتله،یو خو دنوموړي کور تنګ و او د ځای ستونزه وه، بله داچې دنوموړي کښت او واښه هم دومره نه و چې ډیر مال پرې وساتي.

تورګل او خان ګل غوا له غوجلې راوایسته او په تقسیم یي بحث پیل کړ، دا مهال نو دواړه سم ګنګس وو، ځکه له سهاره یي د کور د شیانو په تقسیم پیل کړی و،داچې دواړه ستومانه وو او د ډیر بحث او پلټنې سیک په کې پاته نه و، نو فیصله یي وکړه چې غوا دې هم نیم په نیمه تقسیم شي،د زیړې غوا د نس ښي اړخ ته سپین ټاپی و، همدا ټاپی د غوا د تقسیم فاصل حد وټاکل شو،تورګل وویل چې د غوا دتقسیم فیصله به د تورې اوزې توره پچه کوي ، د غوا په سر او پای پچه ولوېده، د سر خوا د تورګل او د لکۍ خوا د خان ګل وخته، په دې ډول د دوو وروڼو ترمنځ د کور ټول هست وبود دوه برخې او سره جلا شول، وروڼو په ولاړه یوه د پښتو دعاء وکړه او بیا نو دخدای پاماني او بخشش په دود یوه بل ته ورلغاړې وتل.

ورځې تېرېدې دواړه ورووڼه په تقسیم خوشاله وو،خو تور ګل د غوا په تقسیم کې یو څه ځان تاواني لید،غوا به چې وږي شوه نو رمباړې به یي وهلې، خان ګل به چې د غوا له رمباړو په عذاب شو، تورګل ته به یي احوال ورواستاوو،چې غوا په لویه خوله درته رمباړې وهي چې وږي یم، لږ واښه راوړه چې ویي خورم او تا غوږونه کاڼه اچولي ،څرنګه چې دغوا د سر خوا د تورګل ملکیت و او مسؤلیت یي ده ته راجع و،نو تورګل به مجبور شو غواته به یي واښه او اوبه راوړل، غوا به واښه وخوړل اوبه به یي هم پسې وڅښلې او چې ښه به مړه شوه، نو د خان ګل ښځه به ورته راغله، د غولانځې خواته به ورلاندې شوه او یو سطل شیدې به یي ترې ولوشلې ، خانګل نه یوازې په خپله خوا کې له غوا شیدې لوشلې بلکې غوشایي یی هم ترې ټولول او لمر ته تر وچولو وروسته د سون د توکو په حیث ترې کار اخیست .

د خان ګل د شیدو او مردار اځوغ ګټې د تورګل په زړه کې د کینې اوربل کړی و، او فکر یي کاوو چې ورور ورسره د غوا په تقسیم کې چل کړی دی،د تورګل د کینې اور کرار کرار تیزیده، تردې چې نور ورته خپل د وښو تاوان او د تورګل د شیدو ګټه د زغم وړ نه وه، نو یي له ځان سره وپتېیله چې که زما شیدې نشته والله که یي خان ګل هم په آرامه رانه وخوري.

یوه ورځ چې دخان ګل میرمن د شیدو لوشلو لپاره دغوا خواته روانه وه، تورګل له ورایه ولېده،سمدستي یي هغه سوټی راواخیست چې تردې وړاندې یي دهمدې وخت لپاره ساتلی و،کله چې د خان ګل ښځه د لوشلو په نیت تر غوا لاندې کیناسته، تورګل له غوا سره سوټی برابر کړ او په وچ تندي یي ووهله، غوا نیغه غورځاره شوه،سترګې یي وکښلې او په مضبوطه لغته یي دخان ګل ښځه دوه متره لرې غوځاره کړه.

د خان ګل ښځه په ژړا ژړا خپل میړه ته ورغله او ټول داستان یي ورته تېر کړ، خان ګل په غوسه راووت خو تورګل یي په کور کې ونه موند، له کوره بهر پسې ووت چې کتل یي تورګل پیتاوي ته د کلیوالو په مجلس کې ناست دی، خان ګل همداښه موقع وبلله او غوښتل یي چې تورګل دکلیوالو ترمخ سم ملامت کړي، په غوسه یي تورګل ته وویل چې ولې یي غوا پارولې ده چې زما ښځه یي په لغته وهلې.

تورګل په توندۍ ځواب ورکړ چې : خان ګله! که دې جنجال ته زړه کیږي هغه بیله خبره ده مګر نور ددعوا هیڅ حق نلرې،ما خو څه ستا په حق تجاوز نه دی کړی اونه مې کار پرې لرلی، د غوا خپل طرف مې دی خوښه مې چې څنګه یي وهم او څه وخت یې وهم .

خان ګل متوجه شو، چې د تورګل خبره سمه ده، غوا په سر وهل شوې او دغوا سر د نیم په نیمه تقسیم له مخې دتورګل خپل ملکیت دی، خان ګل چې دتورګل دلیل واورېد، بې ځوابه شو نوځکه همداسې غلی او شرمینده بیرته دکور په خوا ستون شو.

خان ګل د غوا په مسئله کې پاته راغی، خو دتورګل کینه ناک چلند له امله دده په زړه کې هم د حسد او کینې اور بل شو،تورګل څو ځله بیا هم د غوا وهل او پارول تکرار کړل نوځکه خان ګل چورت واهه چې څرنګه به له تورګله خپل انتقام واخلي، له ډیر چورت وروسته ورمعلومه شوه، چې که په غوا کې ورته تورګل لومه ایښودای شي، نو د چرګو په حساب کې بیا دی کولای شي،چې تورګل ته داسې سبق ورکړي چې ټول عمر یي یاد لري.

د چرګو د تقسیم په مهال هغه چرګه چي چرګوړي پسې وو، دخان ګل ختلې وه چې چرګوړي یې نیمایي دده او نیمایي د تورګل وو، خو داچې چرګوړي تراوسه ډیر واړه و او بېله ګوزاره یي نه شوای کولای، لا هم د تورګل چرګوړي د خان ګل په چرګه پسې ځغلېدل، او دشپې یي دخپلې مور تر تودو بڼکو لاندې د آرام خوب کاوو.

خان ګل اراده وکړه چې له خپلې چرګې د تورګل د چرګوړو په شړلو سره له نوموړي د غوا غچ واخلي، نو ځکه یي څو ورځې وروسته تورګل ته احوال ورکړ چې خپل چرګوړي دې ددوی له چرګې بېل کړي.

تورګل ته چې دخانګل دا خبره ورسېده د ضد او تربګنۍ حس یي وپارېده او خپلې میرمنې ته یي امر وکړ، چې زرترزره دې خپل شپږ واړه چرګوړي د خانګل له چرګې راجلا او په خپله مرغانچه کې بندیان کړي،د تورګل ښځه راووته او غوښتل یي چې خپل څو ورځني چرګوړي د خانګل له چرګې رابیل کړي، دا مهال کوچني چرګوړي له خپلې مور سره د ډیران په خځلو کې بوخت وو، د تورګل ښځه ورغله او غوښتل یي چې خپل چرګوړي راونیسي،خو چې چرګې ته ورنږدې شوه چرګې کړیکي پیل کړې او د تورګل په ښځې حملې ته یي ځان ببر کړ،ښځه بیرته تورګل ته ورغله او د چرګوړو د نه بیلتون کیسه یي ورته وکړه.

تورګل وغورېد او وې ویل : چرګوړي به څه وي بیلېدل به یي څه وي،په غوسه بهر ووت او مخامخ د ډیران په خوا لاړ،په چرګوړو کې ګډ شو، چرګې یو ځل بیا په چیغو پیل وکړ او چرګوړو هم وارخطا وارخطا کړیکې شروع کړې،تور ګل چرګوړي راونیول او د کور په خوا روان شو،چرګې ورپسې له شا منډې کړې، خو تورګل څو ځله په لغتو ووهله،چرګې سوې سوې کړیکې وهلې،چرګوړو هم حیران حیران کتل او نه پوهیدل چې څه کیسه ده، خو تورګل په پای کې دچرګې په شړلو وتوانید، خپل چرګوړي یي کور ته راوړل او د خان ګل د مرغانچې په څنګ کې یي خپلې جال لرونکي مرغانچې ته وغورځول.

تورګل د کور په خوا روان شو ترڅو د چرګوړو په برخه کې د نیم په نیمه تقسیم د عملي کیدو خبره تر خپلې میرمنې ورسوي،نوموړی لا نه و پناه شوی چې د چرګوړو مور په سوې ساه د مرغانچې مخې ته راورسېده، چرګه داسې ښکارېده لکه خپل ورسره چرګوړي یې چې هیر کړي وي،د تورګل په جالي مرغانچه کې یي چې کله خپل بچوڼي ولیدل نو په جال ورغوځاره شوه،په مرغانچه کې بندو چرګوړو هم چې خپله مور ولیده ، واړه وزرونه یي ورپول،چڼ چڼی یي په زوره شوه او د پنجرې په جالیو ورغورځار شول خو بیرته په شا راولوېدل،د خان ګل میرمنې چې خپله چرګه ولیده چې د تورګل له مرغانچې تاویږي، پسې وایي خیستله چې ورسره د بندي چرګوړو چڼ چڼی یوځل بیا په کړیکو بدل شو.

ورځ تیرېدله ،چرګه له کلا بهر لیونۍ لیونۍ په ډیرانو ګرځیده او داسې سوې سوې کړیکې یي وهلې لکه لوی غم چې ورپیښ وي، شپږ چرګوړي یي چې دنیم په نیمه تقسیم په پایله کې ترې جلا شوي وو،د تورګل په پنجره کې لور دلوره تاوېدل، نه یي دانه خوړه او نه یي له اوبو غړپ قدرې کاوو.

مازدیګر لمر سترګه په لوېدو وه،د خان ګل ښځې شپږ چرګوړي، مور یي اونور چرګان خپلې مرغانچې ته ایسار کړل، د تورګل میرمنې هم خپل کولنګي چرګان او کوړکې چرګې هغې مرغانچې ته دننه کړل چې له وړاندې شپږکوچني چرګوړي په کې ایسار وو.

د چرګوړو مور چې له خپلې پنجرې خپل جلا شوي چیچیان لیدل،نو نارامي یي شیبه په شیبه زیاتېده،پخوا به دا مهال د چرګوړو مور د خان ګل په مرغانچه کې یو کونج ونیو،ځان به یي ببر کړ، کوچني بچیان به یي په بڼکو ورننوتل،چرګې به چې خپل زامن په سینه پورې نیولي وو نو داسې به مغروره وه لکه د ګرد جهان په خزانه چې ناسته وي،چرګوړي به یي یوه شیبه په پستو بڼو کې رپیدل،په کوچنیو مښوکو به یي د مور بدن ګراوو، مور به یي په زړه کې خوشاله وه خو په ظاهره به پرلپسې کغېده او نور چرګان به یي ګواښل چې ددې په خوا ورنږدې نه شي ترڅو یي د خوند او کیف جوړه باچاهي ورخرابه نه کړي، شیبه وروسته به کوچني چرګوړي د خپلې مور په سینه پورې تاوده شول او دتودو بڼکو په بستر کې به د خوب دنیا ته لاړل.

خو نن هرڅه بل ډول و،چرګه د خپلو شپږو چرګوړو په بیلتون لیونتوب ته رسیدلې وه،پرلپسې په خپله مرغانچه کې تاوېدله او دخپلو جلا شویوزامنو په خوا یي کتل،جلا شوي زامن یي په بله مرغانچه کې په کړیکو وو، د تورګل کولنګي چرګان چې دغه چرګوړي یي نوي مرغانچې ته راغلې و، پرلپسې یي په مښوکو ټونګې ورکولې،کوچنیو چرګوړو لورپه لور منډې وهلې، خو دتيښتې لوری نه وو، نن دوی هغه مور نه درلوده چې ددوی په مخکې یي نه یوازې له چرګو بلکې له سپي ، فیل مرغ او حتی انسانانو سره هم جګړه کوله خو دوی یي سلامت ساتل.

شپه په پخېدو وه ، دچرګوړو دمور خوب تښتیدلی و، ټوله شپه یي په څنګلورې پنجره کې دخپلو جلا شویو چرګوړې چڼ چڼي او کړیکو ته غوږ ایښی و،د تورګل کولنګي چرګانو کوچني چرګوړي نه پریښودل چې په مرغانچه کې د ارام شپه تېره کړي، تر سهاره د تورګل شپږواړه چرګوړي د یخ،لوږې او چرګانو د اذیت له امله مړه شول، د تورګل ښځې چې سهار مرغانچه پاکوله،نو مړه شوي چرګوړي یي هم وایستل او له کوره بهر یي په ډیران وغورځول،د چرګوړو مور چې له خپلو پاته چرګوړو سره بهر ووته،د خځلو د پلټلو په مهال یي په خپلو مړو بچیانو سترګې ولګېدې،چرګې یوځل بیا په کړیکو پیل وکړ، د چرګوړو مور په لوړ اواز کړیکې وهلې او په خپلو بې روحه بچیانو تاوېدله، تورګل چې دکلا ترمخ پیتاوي ته ناست و او د نیم په نیمه تقسیم په پایله کې ورته رسیدلې د بابا کورتۍ یي اغوستې وه،کله یي چې دچرګې ځای په ځای تاوېدل او چیغې واورېدې شک ورولوېده چې دا څه خبره ده،له ځایه پاڅید خوچې ورنږدې شو چرګه یي ولیده چې دده په مړه شویو چرګوړو تاویږي، تورګل ته یوځل بیا د ضد حس وروپارېد،په چرګه پسې یي لوټې وویشتې له مړو شویو چرګو یي وشړله او په غوسه غوسه یي ورته تر شونډو لاندې ویل : ورکه شې لا له خان ګل سره، خپل چرګوړي دې کم دي چې شپه ورځ زما له چرګوړو تاوېږې !!

پای
۲۰۱۴/۱۲/۴ میلادي