نړۍ

پاکستان دغه هېواد کې د اسلامي دولت پر فعاليتونو اعتراف وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت منلې، چې هېواد کې يې يو شمېر کسان اسلامي دولت سره د همکاري او خواخوږۍ په تور نيولي دي.

د پاکستان د بهرينو چارو د وزارت وياندې تسنيم اسلم د خپل اوونيز خبري کنفرانس په ترڅ کې منلې، چې د هېواد بېلابېلو برخو کې يې يو شمېر کسان نيول شوي دي، چې پر ديوالونو يې د اسلامي دولت په پلوۍ شعارونه ليکلي و.

تسنيم اسلم په دې اړه زيات معلومات ورنکړل، مګر دومره يې زياته کړه، چې په دې اړه نورې پلټنې روانې دي.

دا لومړی ځل دی، چې پاکستاني چارواکي دغه هېواد کې د اسلامي دولت د پلويانو او فعاليتونو په اړه اعتراف کوي.

له دې مخکې هم ځينو سرچينو خبر ورکړی و، چې حکومت د اسلامي دولت يو شمېر پلويان نيولي دي، مګر چارواکو دا خبره نه وه منلې.

تېره مياشت د پاکستان د کورنيو چارو وزير چودهري نثار علي خان دغه هېواد کې د اسلامي دولت له فعاليتونو انکار کړی و، مګر د چودهري نثار له خبرو څو ورځې وروسته څرګنده شوه، چې د اسلامي دولت پلويان د پاکستان بېلابېلو سيمو کې پر ديوالونو د اسلامي دولت شعارونه او جنډې رسموي او د امنيتي پوستو ته څېرمه د اسلامي دولت جنډې لګوي، چې د پاکستان امنيتي سرچينو دا کار د پاکستان امنيت لپاره ستر ګواښ بللی دی.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې دوی د هر ډول وسله والو پر خلاف عمليات کوي.

د پاکستاني طالبانو شپږو مشرانو تېره مياشت اسلامي دولت سره خپل بيعت اعلان کړی و.

اسلامي دولت تر اوسه پاکستان کې د خپلو فعاليتونو په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x