افغانستان

اشرف غني: « موږ يوازې مه پرېږدئ»

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د ګډ حکومت مشر اشرف غني تېره شپه ناوخته د افغانستان په اړه لندن کنفرانس کې له نړيوالې ټولنې وغوښتل، چې دوی بايد افغان حکومت يوازې پرې نه ږدي؛ ځکه چې ګټې او زيانونه، دوستان او دښمنان يې سره شريک دي.

اشرف غني يو ځل بيا پر نړيوالو غږ وکړ: «نړيوالو سره خپلو وعدو ته ژمن يو او نړيوال هم بايد موږ د دښمن پر وړاندې يوازې پرې نه ږدي»

اشرف غني د لندن کنفرانس ته په اختتامي وينا کې افغانستان کې د ناټو ۳۴۰۰ عسکرو د وژل کېدو او شاوخوا دېرشو زرو د ټپي کېدو د درناوي تر څنګ د دوی له حکومتونو او کورنيو مننه وکړه او زياته يې کړه، چې دوی به هيڅلکه د ناټو او نړيوالې ټولنې نيکي او احسان هېر نه کړي.

اشرف غني د لندن کنفرانس ګډونوالو ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان حکومت د طالبانو د بريدونو پر وړاندې قوي دی او هغه خبرې يې رد کړې، چې ګواکې ګډ حکومت د طالبانو د بريدونو او چاودنو له امله د سقوط په درشل کې دی.

غني د سيمه ييزو هېوادونو په اړه وويل، چې دوی ورسره منطقي خبرې اترې کړي او د اسيايي هېوادونو د ګډو همکاريو په ډاډ يې افغانستان کې د سولې وړانديونه وکړه.

اشرف غني زياته کړه: «نړۍ زموږ د راتلونکې مسؤوله نه ده، مګر دا چې ګټې او زيانونه مو سره شريک دي، نو نړيواله ټولنه بايد موږ يوازې پرې نه ږدي.»

اشرف غني د خپلو خبرو په ترڅ د نړيوالې ټولنې له خوا افغانستان سره د کړو ژمنو او ۱۶ ميلياردو ډالرو مرستو څخه مننه وکړه.

د پېښو څارونکي وايي، چې اشرف غني او ملګری پلاوی يې د لندن کنفرانس ته خوشبينه دي، مګر د څارونکو په اند لندن کنفرانس يوه نمايشي ناسته وه او افغانستان دبهبود لپاره به څه ونه لري.

دغه کارپوهان وايي، چې د افغانستان په اړه د تېرو ديارلسو کالو په ترڅ کې د ګڼو غونډو او کنفرانسونو په ترڅ کې دا سې غوړې زيړې وعدې ډېرې زياتې شوي، مګر عملا ترې افغانستان څه نه دي ليدلي.

د ماليې وزارت سرپرست وزير حضرت عمر زاخېلوال څو څو ځله په خپلو څرګندونو کې ويلي، چې د نړيوالو د مرستو ډېری برخه يې نړيوالو بېرته له ځان سره وړې او ډېره لږ برخه يې افغانستان ته راغلې او دغه هم د بهرنيو مؤسسو او انجوګانو پر لاسو لګول شوي او کومې مرستې چې افغان حکومت ته سپارل شوي د نشت برابر دي.

لندن کنفرانس څخه د اشرف د لاسته راوړنې ځکه د نشت برابر حسابيږي، چې د ګډ حکومت دواړه مشران د دوو مياشتو په تېرېدو لا هم د کابينې په جوړېدو نه دي توانيدلي او د ولسي جرګې ريس عبدالرؤوف ابراهيمي څو ورځې وړاندې ولسي جرګې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې د ملي وحدت حکومت سر تر پايه ناقونونه دی؛ ځکه چې د دوو مياشتو په تېرېدو يې لا هم کابينه نه ده اعلان کړې.

د کارپوهانو په اند د ګډ حکومت مشرانو بايد د لندن له کنفرانسه وړاندې نوې کابينه اعلان کړې وای او د سرپرستو وزيرانو په حضور د ګډ حکومت دا نيمګړی باور نور هم له منځه ولاړ.

د دې تر څنګ لندن کنفرانس کې بايد د افغانستان په استازيتوب يو تن مشر وای، مګر دغه کنفرانس کې د ګډ حکومت دواړو مشرانو د افغانستان په استازيتوب خبرې وکړې او دا معلومه نه شوه، چې د افغان پلاوي مشري څوک کوي.

د لندن کنفرانس ته پرانستونکې وينا د ګډ حکومت اجرايوي مشر عبدالله وکړه او اختتامي وينا د ګډ حکومت مشر اشرف غني.

د څارونکو په اند دغه کنفرانس کې د دواړو مشرانو ګډون د افغانستان نيمځواکي باور ته نور هم زيان واړاو او له نوموړي کنفرانسه د څه لاسته راوړنې تمه به تر ډېره بې ځايه وي؛ ځکه چې تر اوسه د ټوکيو او نورو کنفرانسونو ژمنې هم د دوسيو پر مخ پاتې دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ساپي

درنولوستونكوسلامونه. دغه سرليك چي (مونږيوازي مه پريږدئ ) د١٩٨٦ او١٩٨٨ع كلوپه يادونويي وگرزولم كله چي گوربچوف دكابل لاسپوڅي دولت پنځه كسيزه ډله دكارمل په مشرئ كرملين ماڼي ته ميلمانه كړل اوهلته يي دخپلوعسكرودوتلوخبره ورسره شريكه كړه نوكارمل دعسكروپه پاتي كيدوټينگاركاوه او ويل به يي چي خپل عسكرژرمه اوباسئ اومونږيوازي مه پريدئ مگرهيڅ گټه يي ونه كړه گټه خولاڅه كوي چي ډاكترنجيب يي دكارمل ځاي ناستي هم كړاوس هم هماغه حالت ليدل كيږي اشرف خانه داسي به دي يوازي پريدي چي دسرويښته به دي هم درنه بيزاره وي لكه دشادو… دورايه به ځليږي . دپښتومتلونه دكاڼي كرښي دي (پردي كټ دنيموشپو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x