
د اسلامي دولت ضد جګړه کې د ايران رول
نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۱۴مه ۱۳۹۳ل): تېره ورځ د الجزيرې تلويزون «حديث الثوره» پروګرام کې د اسلامي دولت پر ضد نړيواله جګړه کې د ايران د رول په اړه خبرې اترې کېدې.
دا خبرې وروسته له هغې پيل شوې، چې د امريکا دفاع وزارت پينټاګان وياند جان کربي په خپلو څرګندونو کې وويل، چې ايراني جنګي الوتکې عراق کې د اسلامي دولت پر مرکزونو بمبارۍ کوي او د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري هم د ايران دغه کړنه تاييد او وستايله.
د ايران دغې بمبارۍ او نظامي مداخلې عربي نړۍ کې يو لړ اندېښنې را پارولي دي او سيمه کې د ايران او لويديځې نړۍ پر فعاليتونو او اجنډاوو نوي بحثونه پيل شوي.
د «حديث الثوره» تلويزوني پروګرام ګډونوالو پر دې بحث وکړ، چې ايران څرنګه د امريکا له مشورې پرته عراق کې د اسلامي دولت پر مرکزونو بريدونه کوي او د امريکا له لوري د دغو بريدونو هر کلی، خو به سيمه کې ايران ته د نوي ستر رول د ورکولو په معنا نه وي؟ او ايا د ايران دغه بمبارۍ به د عراق سنيانو کې د اسلامي دولت خواخوږي زياته نه کړي؟
ليکوال، ژورناليست او د عربي چارو شننونکی عبدالوهاب بدرخان وويل، چې عراق کې د اسلامي دولت پر مرکزونو د ايراني الوتکو بريدونه يوازې يو هوايي خبر نه دی، بلکې دا روڼ حقيقت دی او سيمه کې د ايران او امريکا ګډ سياست له ډېر پخوا راوان دی او جان کيري په همدې لټه کې دی، چې ايران سره د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې بريا ته ورسيږي.
مذهبي او توکميزې جګړې
عبدالواهاب بدرخان وايي، چې ايران د امريکا په مشوره د عراق په چارو کې لاسوهنه کوي او هڅه کوي، چې هر څه د خپلې ستراتيژۍ په ګټه راوګرځوي او عراق کې شيعه ګان د سنيانو پر وړاندې غښتلي کړي او سنيان پرې وډبوي.
د ايران د ستراتيژيکو مطالعاتو د مرکز ريس اميرالموسوي وايي، چې امريکا اوس هم ستر شيطان دی او ايران له انقلابه ۳۵ کاله وروسته خپلو حقونو ته رسيدونکی دی، چې له دغو حقونو يو هم د اتومي انرژۍ په اړه خبرې اترې دي.
د پروګرام يو بل ګډونوال د امريکا د بهرنيو چارو پخواني مرستيال وزير پي جي کراولي وويل، چې عراق او سوريه کې د ایران او امريکا تر منځ هيڅ همغږي نه شته او د عراق او سوريې قضيه کې امريکا او ايران يو بل سره ضد و نقيض دريځونه لري.
پي جي زياته کړه، چې د نړيوال ايتلاف هوايي بريدونه اسلامي دولت نه شي ځپلی او د دې لپاره بايد د عراق، ايران او سوريې ځايي مليشې او پوځونه ځمکنۍ جګړه پيل کړي.
سيمه ييزه جګړه
پی جي کراولي زياته کړه، چې د اسلامي دولت پر ضد روانه جګړه د سيمه ييزو هېوادونو ده، چې دغه دولت غواړي، اسلامي نړۍ لپاره شمولي خلافت رامنځته کړي او امريکا دغه جګړه کې يوازې د ملاتړي په توګه مرسته کوي.
کراولي د سوريې په اړه وايي: «سره له دې د سوريې شخړه کې ښکېل هېوادونه په خپلو کې سره مخالف دريځونه لري، د مثال په ډول روس او چين، مګر دوی به هم ډېر ژر پر ډې خبره پوه شي، چې بشارالاسد به تر ډېره په ارامه د دغه هېواد واکمني ونه شي کړی، نو ښه ده داده، چې بشارالاسد له واکمنۍ لاس پر سر شي.»
د ستراتيژيکو او نظامي چارو کارپوه الياس حناء وويل، چې اسلامي دولت د امريکا لپاره ګواښ نه دی، نو ځکه بايد په لانجه داخل نه شي، مګر امريکا اوس هم دغه جګړه پر مخ بيايي او ايران د همدې جګړې او شخړو يوه مهمه برخه ده.
الياس حناء زياته کړه، چې ايران، ترکيه او اسراييل سيمه کې يو بل سره د خپل نفوذ په زياتوالي او پراخوالي کې سيالي کوي او د جګړې ډګر به عربي نړۍ وي او دا به وروسته څرګنده شي، چې دغه سيالي څوک ګټي.
ډیر ژر به دنیاوالو ته دا جوته شی چی د ایران- اسراییلو او امریکا اهداف په منځنی اسیا- افغانستان او عربی ملکونو کی یو دی او د ایران منافقت به هم معلوم شی
اول کی د طالبانو د حکومت په راپرځولو کی د امریکایانو سره د همکاری نه یی انکار کوو خو اوس په خپله وایی چی مونو اطلاعاتی ( استخباراتی) همکاری د امریکایانو او ناټو سره لرل- همداسی د صدام د حکومت په نسکورولو کی د امریکایانو او نورو جابرو هیوادونه سره مرستی کړی وی( یا نظامی یا استخباراتی)
دا منافق هیواد به ډیر ژر وپیژنی