پنټاګون د افغان عسکر له لوري د وژل شويو لوړپوړو جنرالانو په اړه راپور خپور کړ

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) پرون پنجشنبه د لومړني لوړپوړي امریکايي جنرال د وژنې په اړه څېړنيز راپور خپور کړی.

دغه عکس ملټري ټایمز د ایساف څخه په مننې خپور کړی. ویل کیږي چې دغه عکس د افغان عسکر رفیق الله دی. رفیق الله د اګست پر پنځمه د کابل په قسیم فهیم پوځي پوهنتون کې پر امریکايي او نورو جنرالانو برید وکړ چې په ترڅ کې د ۴ لوړ پوړي بهرني جنرالان ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول. نوموړی هم بیا د امریکايي پوځيانو لخوا ووژل شو.

دغه عکس ملټري ټایمز د ایساف څخه په مننې خپور کړی. ویل کیږي چې دغه عکس د افغان عسکر رفیق الله دی.
رفیق الله د اګست پر پنځمه د کابل په قسیم فهیم پوځي پوهنتون کې پر امریکايي او نورو جنرالانو برید وکړ چې په ترڅ کې د ۴ لوړ پوړي بهرني جنرالان ووژل شول او ۱۸ نور مرګوني ټپيان کړل. نوموړی هم  د امریکايي پوځيانو لخوا ووژل شو.

د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې دغه څېړنيز راپور چې د امریکا د پوځ لخوا د لومړني امریکايي جنرال د وژنې په اړه خپور شوې، په افغان امنیتي ځواکونو نیوکه شوې چې د څېړونکو سره یې پوره مرسته نه ده کړې.

ډګرجنرال هارلډ ګرین د روان کال د اګست پر ۵مه /زمري ۱۴مه/ د یو افغان عسکر له لوري د ایتلافي ځواکونو ۳ نورو لوړپوړو پوځي افسرانو سره ووژل شو. وژل شویو کې یو جرمنی جنرال هم و.

د پنټاګون د څېړنیز راپور له مخې د افغان عسکر دغه عمل فردي و.

دفاع وزارت راپور لیکلي چې «د بریدګر عسکر نوم رفیق الله او ۲۲ کلن و. په قوم پښتون او د پکتیا ولایت دی. پر امریکایي جنرالانو د نوموړي برید فردي عمل و. رفیق الله په ۲۰۱۲ کې اردو کې شامل شو او زیات وخت به يې د ساتونکي وظیفه ترسره کړې.»

د اګست د پنځمې نېټې برید په اړه د پنټاګون راپور وايي چې «وروستۍ څېړنې ښيي چې برید له پخوا نه و سنجول شوې، بریدګر (رفیق الله) د هدف او له موقعې څخه استفاده وکړه او نېږدې د [افسرانو پر غونډه] یې برید وکړ».

راپور له مخې بریدګر ۱۶ ګزونو څخه هم په لنډه کې فاصله کې و، د بارکونو د تشناب له کړکۍ يې پر لوړپوړو پوځي افسرانو د قسیم فهیم په پوځي پوهنتون د انګړ دننه ناببره ډزې وکړې.

امریکايي رسنیو په پیل کې راپور ورکړ چې په برید کې د ایتلافي ځواکونو ۴ پوځي افسران وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان شوي دي خو وروستی راپور ښيي چې په برید کې ۱۸ امریکايي، جرمني او نور افسران ټپيان شوي دی.

په وژل شوو کې ډګر جنرال ګرین هارلډ هم و، نوموړی د وژنې پر مهال په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو دوهم مهم قومندان و.

په ۱۸ ټپيانو کې ۱۰ امریکايي افسران، جرمنی او افغان بریدجنرالان هم شامل و.

راپور وايي چې په دغه ورځ د برید ګواښ بیخي د نشت برابر و، هیڅ ددې تمه نه وه چې پر دوی دې برید وشي.

ویل کیږي چې په دغه ورځ ټول افغان ځواکونو خلع سلاح شوي و، خو رفیق الله په دې توانیدلی و چې وسله په تشناب کې پټه کړي او له هغه ځایه پر امریکايي جنرالانو ډزې وکړي.rafiqullah place

د راپور په اساس په دغه ورځ له غرمې وړاندې په ۱۱:۴۰ بجو بهرنیو ځواکونو د دولتي افسرانو سره په ګډه د پوهنتون د رغونې کارونه وکتل. دوی دغه ځای کې له کوم پلان پرته بارکونو سره نېږدې ودریدل.

۱۵ دقیقې وروسته افغان عسکر رفیق الله پر دوی ډزې پیل کړې.

راپور لیکلي چې رفیق الله په تشناب کې د غونډې ځای ته مخامخ مورچه نیولې وه، امریکايي M16 توپک يې د حمام/ځان وینځلو تشناب له کړکۍ راوویست او له ۲۷ تر ۳۰ ډزې يې پر غونډې وکړې.

«نوموړي ۱۸ کسان وویشتل، ډګر جنرال ګرین يې ووژاه، څو تنه نور یې مرګوني ټپیان کړل، ګډو ځواکونو پر نوموړي ځوابي ډزې وکړې او ويې واژه».

راپور وايي چې د یوې دقېقې دننه ډزې پای ته ورسېدې.

«مخکې له دې چې بریدګر خپل د ۳۰ مرمیو څخه ډک جاجور تش کړي، ایتلافي ځواکونو رفیق الله وواژه».

راپور مخکې لیکي کله چې ډزې بندې شوې، یوه ډله دننه بارکونو ته ننوتله، دننه دوی یو شمېر افغان عسکر ولیدل چې د تشناب څخه بهر ترهیدلي ولاړ دي. «یو عسکر د بریدګر (رفیق الله) امریکايي m16 توپک میل نیولی لاس کې نیولی و.»

پنټاګون راپور وایي چې «ایتلافي قواوې چې کله حمام/ځان‌ وینځلو‌ تشناب ته ننوتلې نو رفیق‌الله یې د شاور په کونج کې پداسې حال کې لوېدلی پیدا کړ چې په وینو کې لت‌ پت وه، بدن‌ زره یې پر ځان نه وه او نه د هغه د وسلې کوم درک وه.»

پنټاګون څېړنیز راپور په اساس د تشناب کړکۍ سره څېړونکو ۱۲ توقې (هغه چې د ډز ویشتلو وروسته پاتې کیږي» وموندلې.

«ډګر جنرال ګرین په سر، سینه او اورمیږ لګيدلی و. صحي ټیم ډير کوښښ وکړ چې نوموړی بچ کړي، خو ونه توانیدل.»

راپور د خپلو څېړنو له مخې لیکلي چې د بریدګر رفیق الله له طالبانو او نورو وسله والو ګروپونو سره هیڅ ډول اړیکه نه وه. ددې هر څه سره لا هم ایساف ددغې پېښې په اړه څېړنې کوي.635533121312040614-ARM-Greene-report-3

د پنټاګون دغه راپور کې ایتلافي ځواکونو ته ځينې توصیې هم شوي. «لوړپوړي پوځي افسران دې د ځان ساتنې په موخه ځينې اسباب استعمال کړي، د لوړپوړو چارواکو تر ورتګ وړاندې سیمه ښه وکتل شي، چېرې چې لوړپوړي افسران ځي، تر هغه وړاندې دې امنیتي پلان باید له لوړپوړو چاروکو منظور شي».

۵۵ کلن ډګر جنرال هارلډ ګرین په باسټن کې زیږیدلی و او په انجینرۍ او ستراتيژکو علومو کې يې ماستري کړې وه. نوموړی د اګست پر ۵مه د یو افغان عسکر په ډزو د نورو پوځي افسرانو سره ووژل شو.

جنرال ګرین د امریکا تر ټولو لوړپوړی امریکایي جنرال و چې د ویتنام تر جګړې وروسته په جګړه کې په افغانستان کې ووژل شو.

avatar
4 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
salam
میلمه
salam

الله پاک دی شهادت ورته قبو ل اودرجات دی ورته لور کری

Malim
میلمه
Malim

د رفیع الله نوم به ملی او اسلامی تاریخ په زرینو کرښو تر قیامته په یاد ساتی الله ج ددی ستر قهرمان او غیرتی مجاهد بی مثاله تاریخی اسلامی او ملی قربانی د ټول اسلام په مخ کښی یوه ستره صدقه او قربای قبوله کړی الله ج د هغه د پاکو سپیڅلو وینو له برکته راغلی کفار ټول یا د اسلام په دین مشرف کړی او که د هدایت اهل نه وی نو د همداسی با حکمته پاکو سپیڅلو مجاهدینو مرمیو ته دی الله ج ککرۍ برابری کړی چه شیطانان پری وژاړی او مسلمانان پری وویاړی او ملایکه پری وخاندی… نور لوستل »

Malim
میلمه
Malim

رفع الله می له خونده لیکلی چه بی شکه د الله ج پر لوری یی تر فیع وکړه چه پخوا رفیق الله وه یعنی ولی الله اخخخخ

دغه نوم باید هر افغان پر خپلو ځامنو کیژی

gul
میلمه
gul

معلم صاحب وعده ده که خدای زوی راکړ رفیق الله نوم پرې ږدم