افغانستان

خوست: د صبریو امنیه قوماندان کلیم خان یو ځل بیا په نښه شو

police_vehicle_IEDنن ټکی آسیا: نن د خوست ولایت د صبریو ولسوالۍ امنیه قوماندان کلیم خان یو ځل بیا د وسله والو طالبانو له خوا په برید کي په نښه شو، مګر نومړی یو ځل بیا د مرګ څخه خلاص سو.

د خوست څخه یو امنیتي مسؤول د نوم نه نشرولو په شرط ویلی چي د کلیم خان موټر نن له غرمې مخکي د وسله والو کسانو له خوا د صبریو ولسوالۍ په یوه اړونده سیمه کي په نښه شو، چي له کبله يې خپله کلیم خان د صبریو ولسوالې د ملي امنیت مسول محمد علي ټپيان شول، او یو تن ساتونکی ووژل شو.

طالبانو چي ددغه برید پړه په غاړه واخیسته، ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چي پيښه د صبریو ولسوالۍ په خلبیسات سیمه کي را منځته شوه، او د کلیم خان په ګډون دوه تنه ټپيان او دوه نور ساتونکي ووژل شوه.

د یادوني وړه ده چي کلیم خان یو څو ورځي تر مخي هم د یوې چاودني په ترڅ کي سرسري ټپي شوی وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x