نړۍ

اسلامي دولت بيجي ښار او تکريت پوهنتون سيمې ونيولې

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۱۴مه ۱۳۹۳ل): اسلامي دولت وايي، چې عراق کې يې بيجي ښار په مکمله توګه نيولی او د دغه هېواد شمال صلاح الدين ولايت کې تکريت پوهنتون ودانۍ نيولي دي.
عراقي حکومت تر اوسه په دې اړه څه غبرګون نه دی ښوولی.

صلاح‌الدين ولايت کې د اسلامي دولت او عراقي پوځونو تر منځ له پنځو ورځو راهيسې سخته خونړۍ نښته روانه ده او د سيمې شيعه اربکيان هم د عراقي عسکرو په ملاتړ دغې جګړه کې برخه اخلي.

اسلامي دولت په خپلې وروستۍ خبرپاڼې کې څرګنده کړې، چې ځواکونو يې د تکريت پوهنتون څلور ودانۍ نيولي دي او عراقي عسکرو او شيعه ملېشو ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

د څارونکو په اند بيجي ښار اسلامي دولت او عراقي حکومت لپاره مهمه ستراتيژيکه سيمه ده؛ ځکه چې بيجي د تکريت او د عراق شمال تر منځ مهمه يوځای کوونکي مرکزي سيمه ده، چې د هېواد د شمال ډېرې سيمې د اسلامي دولت تر ولکې لاندې دي او تر ټولو مهمه سيمه يې موصل ښار دی.

د فرانسې دفاع وزير جان ايف لورډيان نن د فرانسې پلازمېنه پاريس کې د خپلو خبرو په ترڅ کې وويل، د امريکا په مشرۍ د نړيوال ايتلاف جنګي الوتکې عراق کې د اسلامي دولت پر مرکزونو درنۍ بمبارۍ کوي، مګر نوموړي د دغو بريدونو جزءيات ورنکړل.

جان ايف لورډيان زياته کړه، چې فرانسوي جنګي الوتکې، چې له ډېرې مودې اماراتو او اردن څخه د اسلامي دولت پر ضد عملياتو کې برخه اخلي، تر اوسه یې د اسلامي دولت پر مرکزنو يې ۱۳۰ هوايي بريدونه کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x