نظــر

«عوام دې په خره وګرځي»

لیکوال: زلمی ننګیال

د دیموکراسۍ په دې روان انډوخر کې خورا جالبې څيرې سره لاندي باندي شوې ، داسې څېرې او کسان را مخ کې کړای شول، چې د کلیوالو په خبره چا به پرې «د دوو خرو دانه » هم نه وای جلا کړې.

په دې جالبو او خورا انتیکو څېرو کې یو هم د لوګر پخوانی او د زابل اوسنی امنیه قوماندان غلام سخي روغ لېونی دی.

زما یو ادیب ملګری په دې اند دی، چې د اسم اغېز خامخا په مسما کې وي، د دې خبرې لنډ تشریح داسې را وځي ، چې که یو څوک فرید نومېږي، نو ګواکې د مور و پلار یوازینی زوی وي، یا که د چا تخلص روغ وي، نو ګواکي سړی روغ او که يې تخلص لېونی وي، نو ګواکې لېونتوب هم په ګډ دی.

دا چې غلام سخي سره روغ او لېونی دواړه مله دي، نو د داسې فرض کړئ، لکه د ګډ حکومت مشرتابه او چارې يې، یعني ۵۰ په سلو کې روغ او ۵۰ په سلو کې لېونی دی.

تاسي ته ښايي شک پیدا وي، چې د سرلیک او دې سریزې تړاو څه دی، نو لنډ ځواب دا دی، چې دا وینا د همدې روغ + لېوني له خولې را وتلې ملغلره ده.

نوموړي تېره ورځ د ازادۍ راډیو د «آزادي او اورېدونکو» خپرونې مېلمه و، په دې خپرونه کې اکثره اورېدونکي له چارواکو پوښتنې او غوښتنې کوي. نو له روغ لېوني نه هم د زابل د ولس غوښتنه دا وه، چې نور دې په دې ولایت کې پر موټرسایکل ګرځولو لګېدلی بندیز لیرې شي.

اورېدونکو په خپلو اړیکو کې ویل، له کله نه چې روغ لېوني په زابل کې پر موټرسایکل ګرځېدلو بندیز لګولی؛ نو سلګونه مستریان، د بارګینونو لرونکي ، د موټرسایکلونو کاروباریان او استعمالوونکي یې له زښتو زیاتو ستونزو سره مخ کړي. ځکه موټرسایکل نن سبا هغه یوازینۍ ترانسپورتي وسېله ده، چې بیه یې نسبتا ټيټه ، اسانتیا یې زیاته او ورته د خلکو لاسرسی هم تر بلې هرې وسیلې زیات دی.

خو کله چې د خپرونې چلوونکي صالح د زابل د خلکو یادې غوښتنې د جنرال صاب روغ لېوني په مخ کې کېښودي، نو نوموړي په ډېره دُرفشانیو خوله پرانیسته ده. د ده لومړی استدلال دا و، چې خلک بد کوي، خلک طالبانو را پارولي او بله دا چې د دې ټولو خلکو پلرونه او که نیکونه په موټرسیکلونو ګرځېدل، دوی څوک دي، چې موټرسایکل ګرځوي، تر پرونه په خره ګرځېدل اوس دې هم «عوام په خره وګرځي.»

کله چې وپوښتل شو، چې دا بندیز به تر کله او څه وخته پورې وي، نو ده ویل، چې ترڅو زه ژوندی او په دې دنده یم، نو څوک به یې رانه لیرې نه کړي او د حدودو په اړه یې هم وویل، چې تر کوم ځایه زما د عسکر مرمۍ رسېږي، نو دا حکم به فرما ، نافذ او قابل تطبیق وي.

د غلام سخي روغ لېوني دا استدلال او نادرې څرګندونې نه لومړنۍ دي او نه به شاید وروستۍ وي.

دی چې خبریالان یې هم په ښو اخلاقو پېژني، هغه کلیپ یې ښايي تاسو ټولو لیدلی وي، چې یو خبریال ته مخامخ وايي، چې ته غ…خوري او ټول درواغ وايې.

د جنرال روغ لېوني ډېر ملامت نه دی، د ده یې له ولسه سره څه او دی د خلکو له ستونزو څه خبر دی، خو د ده منطق به هله کار ورکاوو، چې دی خپله هم د ضد مرمۍ لسګونو موټرو د کاروان پر ځای په یوه عادي موټر کې ګرځېدلای شوای او د زابل د خلکو اقتصاد هم تقاضا کولای،چې په هر کور یا حد اقل په کلي یو یو موټر او یا کومه بله ترانسپورتي وسیله موندل کېدای.


مرکه لاندې اوریدلای شئ. د مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني خبرې د ۶ دقیقو وروسته پیل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Muhammad

نور به څه ووایو بس حدای دی پاکستان تبا کړی

ایمل

زما په خیال په تا هم د روغ لیونی اثر پریوتی دی، خبره چیرته ده او ته چیرته ټوپونه وهې؟

atta.m

roshtya ham aoam di par khro garze ao doi di par lexus motarano ki garzi.

جمیل انوري

ههههه وروره بېشکه په دې ګډ حکومت کې باید ټول داسی نیمایي یوډول نیمایي بل ډول خلک وي ، لکه روغ لیونی، مړژوندی ، متفکربې دماغه اوداسې نور ، اوپاتي شوه دیوه وروره تبصره چې غریب داهم دپاکستان کاربللی داسي مبصرین هم بایدولرو

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x