کونړ: د ملي اردو عسکرو یو کوچني او بل ځوان ووژی
نن ټکی اسیا: د کونړ په ولایت کي نن د ملي اردو یوه تن عسکر یو کوچنې په موټر وواهه، چي له کبله يي کوچنۍ روغتون ته تر رسیدو مخکي خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د سیمي څخه عیني شاهدانو ویلي چي د پيښي وروسته د سیمي خلک را ټول شوه، او په مظاهره يې لاس پوري کړ، او لویه لاره يې بنده کړه،
او د موټر چلوونکي عسکر غوښتنه يې کوله چي دوی ته په لاس ورکړل شي، خو د ملي اردو عسکرو دهغو مخه ونیوله، او ډزي يې پر وکړي، چي له کبله يې یو بل ځوان د عسکرو په ډزو ولګیدی او مړ شو.
دغه پيښي د سیمي خلک نور هم را وپارول، مګر د سپین ږیرو په منځګریتوب خبره تر یو حده کنترول شوه.