شعـــــرونه

طالب يم – نصرت زرمتی

طالب يم – نصرت زرمتی

د خوښيو يو جهان يمه طالب يم
د ننګونو ترجمان يمه طالب يم

پاک مسير، پاک مي اقدام پاک مي سوګند دی
پاکه هيله پاک ارمان يمه طالب يم

چې څوک زړه راوړي وفا راسره کاندي
خلاص تندی لکه بيابان يمه طالب يم

په کردار د عاشقي کې بې مثاله
مينه مينه يم جانان يمه طالب يم

له هيئته څه نازک غوندي څرګند شم
ډير باريک لکه ريحان يمه طالب يم

خو ګوزار ته د سرکشو کبرجنو
لکه سپر لکه سندان يمه طالب يم

د نړۍ په سيتمګرو بد معاشانو
قهري تندر د اسمان يمه طالب يم

غيږ کې اخلمه روحونه د بلاوو
داسي مست ياغي طوفان يمه طالب يم

چې غصه شم د سرونو قلنګ غواړم
ای نصرته! داسي ځوان يمه طالب يم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x