نړۍ

امريکا کې سپين پوستي پوليس يو بل تور پوستی ځوان هم وواژه

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د امريکا اريزونا ايالت کې يو سپين پوستي پوليس يو ۳۴ کلن تورپوستی ځوان رومين بريزبون په دې تور وژلی، چې ټوپک ورسره و او کېدای شي له دې پېښې وروسته د امريکا په لروبر کې حالات نور هم ترينګلي شي.

يو سپين پوستي امريکايي پوليس ادعا کړې، چې تورپوسي ځوان سره وسله وه.

د اريزونا ايالت فينيکس ښار پوليس وايي، چې امنيتي چارواکو غوښتل، چې رومين د مخدره موادو د قاچاق په تور ونيسي، مګر رومين هڅه وکړه، چې د پېښې له ځايه وتښتي.

د رومين د قاتل هويت تر اوسه نه دی څرګند شوی، مګر ويل کيږي، چې دېرش کلن سپين پوستی دی او له اووه کالو راهيسې د پوليسو په ليکه کې دنده ترسره کوي.

امريکايي رسنۍ وايي، چې پوليسو غوښتل، رومين ونيسي، مګر نوموړي د منډې پر مهال جيب کې لاس واچواو او پوليسو ګومان وکړ، چې وسله به ورسره وي، نو ډزې يې پرې وکړې او رومين يې سينه يې دوه ډزه وويشته.

امريکا کې دا پېښه په داسې حال کې کيږي، چې څه موده وړاندې د ميسوري ايالت فرګوسن ښار يو بل ۱۷ کلن تورپوستی مايک براون يو سپين پوستي پوليس وژلی و او محکمې نوموړي پوليس ته براءت ورکړ.

د مايک براون کورنۍ او د سيمې نورو تورپوستانو فرګوسن ښار کې دوی سره د توکميز چلند پر ضد لاريونونه او مظاهرې پيل کړې، چې وروسته دغه مظاهرې په تاوتريخوالي واوښتې او ورو ورو د دغو مظاهرو لړۍ د نيويارک او واشنګټن په ګډون د امريکا شاوخوا اتيا ښارونو ته وغځېده.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما د مايک براون کورنۍ ته ډاډ ورکړی، چې دی به په خپله د دوی کور ته ورځي، خبره به يې اوري او د مايک براون له کورنۍ يې غوښتي، چې سوله ييز لاريونونه دې وکړي او له تاوتريخوالي دې لاس واخلي.

اوس چې، لا د مايک براون د مرګ لانجه پر ځای پاتې ده، سپين پوستي پوليس يو بل تور پوستی هم وواژه.
له تېرو لسو ورځو د امريکا لسګونو ښارونو کې د سپين پوستانو او محکمې پر ضد لاريونونه او مظاهرې روانې دي او ورځ تر بلې لا هم زور اخلي.

د کارپوهانو په اند که امريکايي چارواکي ژر تر ژره د مايک براون د کورنۍ غږ وانه‌وري، نو امريکا به يو ځل بيا د تور پوستو او سپين پوستو تر منځ د اوږدې مودې لپاره د کورنۍ جګړې ښکار شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x