افغانستان

پکتیا: پنځه کسه طالبان او لسو کسو ملکي وکړو ته مرګ ژوبله ورسیده

night_raidنن ټکی اسیا: تیره شپه د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالي کي بهرني ځواکونو د شپي عملیات وکړه، چي له کبله يې ۵ کسه طالبان، دوه تنه ملکي کسان مړه، او ۸ نور ټپيان شوه.

د زرمت ولسوال ګلاب شاه ویلي چي پيښه د مداد خیل په سیمه کي را منځته شوه، چي له کبله يې ۵ کسه طالبان مړه،

او لسو عامو وګړو ته مرګ ژوبله ورسیده.

په عامو وګړو کي ۱ میرمنه، یو تنکي ځوان وژل شوی، او ۴ تنه ماشومان، دوې میرمني او ۲ تنه نارینه ټپیان شوي دي.

ایساف په دې اړه په خپله اعلامیه کي دا پيښه منلې او ویلي چي ټپيان يې روغتون ته رسولي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پيښه تصدیق کړې او ویلي چي ددوی ۵ تنه مجاهدین شهیدان شول، خو هغه زیاته کړه، چي د طالبانو په مقاومت کي هم ۶ تنه بهرني عسکر ووژل شوه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x