افغانستان

طالبانو د ملي امنیت څرګندونې «خپلو پلویانو ته کاذب ډاډ ورکول» وبللې

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۱۴مه ۱۳۹۳ل): د ملي امنیت ریاست وايي چې په تېره اونۍ کې يې په کابل کې شپږ ستر بریدونه له عملي کیدو وړاندې خنثی کړي او په تور يې ۱۷ کسان نیولي خو طالبان دغه ادعاوې محض تبلیغات او «خپلو پلویانو ته کاذب ډاډ ورکول» بللي دي.

په تېرو ۳ اونیو کې په کابل کې طالبانو د بهرنیو ځواکونو اډې، میلیستونونه او پوځي قطارونه تر برید لاندې راوستل او یواځې په ۱۶ ورځو کې يې په کابل ښار کې دننه ۱۱ بریدونه وکړل.

ملي امنیت ریاست تېره اونۍ د لیندۍ پر ۷مه ویلي و چې دوی د طالبانو ۹۷ سلنه پلانونه له وخته وړاندې خنثی کوي او یوازې ۳ سلنه یې په افغانستان کې عملي کیږي.

د ملي امنیت ریاست لخوا خپره شوې خبرپاڼه زیاتوي چې نیول شوي ۱۷ کسان په ډله ییزه او انفرادي توګه د سرتیرو بریدونو قصد یې درلود.

«ځينې یې هغه مهال چې له چاودیدونکو توکو څخه یې موټر ډک کړی و او د برید ځای ته یې انتقالولو ونیول شول».

ملي امنیت همدا راز ویلي چې په بغلان او میدان وردګو کې یې چاودیدونکي توکي او په ننګرهار کې یې د طالبانو دوه ولسوالان او ۵ نور طالبان نیولي.

طالبانو د ملي امنیت وروستۍ ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي چې د دوی هيڅ یو ملګری په کابل کې نه نیول شوی او نه هم د دوی د برید مخه نیول شوې ده.

طالب ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ویلي چې ملي امنیت هڅه کوي « خپله هغه خجالت ګي اوناکامي وپوښي چې د مجاهدينو په وروستيو بریدونو سره دغه بدنامه اداره ورسره مخ شوه».

مجاهد په وینا ملي امنیت په دغه ډول ادعاو سره غواړي امریکايي چارواکي خوښ کړي او ځان له ملامتۍ او منفکۍ وژغوري.

« اوس غواړي په دغه راز ادعاوو او یو ورځ بعد تشو او بې اسنادو دعوو سره دخلکو توجه له خپلې ناکامۍ څخه په بله کړي او خپلو امریکايي بادارانوته هم دخوش خدمتۍ په لړ کې څرګنده کړي چې دوي د کابل په ښار کې د بهرنيو لپاره د امنيت په آماده کولو بوخت دي، ترڅو په دې سره ځان له ملامتۍ څخه لږ وژغوري او له منفکۍ، استعفی او ګوښه کيدو څخه د خپلو اړوند مسئولینو په بچاوي کې مرسته وکړي.»

مجاهد خپلو وروستیو بریدونو ته په اشارې سره ویلي چې د دوی مخه هيڅوک نه شي نیولی او دوی ددې وړتیا لري چې د کابل په څېر ښار کې بریدونه ترسره کړي.

«کله چې مجاهدين وغواړي په کابل غوندې د دښمن څخه ډک ښار باندې خپل بریدونه ترسره کړي، د کابل اداره يي د مخنيوي وړتیا او کفايت نه لري، د مجاهدینو بریدونه په خورا تکتيک، پياوړې روحيه، دخلکو په کامله همکارۍ او په الله تعالی باندې په توکل سره ترسره کيږي.»

طالب ویاند پر ولس غږ کړی چې دوی ته هيڅ ډول ستونزه نه ده ورپېښه او دوی به د خپل «دښمن» په ځپلو سره هره ورځ مخ پر بریالیتوب روان دي.

د نورو کلونو په پرتله طالبانو په دې وروستیو کې کابل کې بریدونه ته زور ورکړی دی.

وروستیو بریدونو له امله د کانډا هيواد خپل اتباعو ته امر وکړ چې افغانستان پریږدي او د بلجیم هېواد په افغانستان کې سفارت وتړلو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x