افغانستان

جنرال هارلوډ ګرین د بدرالدین حقاني په انتقام کې وژل شوی

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۱۴مه ۱۳۹۳ل): نن د دسمبر میاشتې پر ۵مه واشنګټن پوست ورځپاڼې د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ په حواله راپور ورکړ چې د تیر اګست په میاشت کې د امریکايي جنرال هارلوډ ګرین وژنه داسې یوفردي عمل و چې ښايي برید ګريې شخصي انګیزه لرله او یاهم په کوم ډول ځانګړې رواني ناروغي مبتلا و.

په ياد راپور کې ویل شوي چې تراوسه داسې هیڅ ثبوت اوشواهد نشته چې وښيي؛ د ډګر جنرال “هارلوډ ګرین” وژنه له مخکې پلان شوې وه او یا کومه دسیسه وه.

خو نن ټکي اسیا ته په دې اړه رسیدلي معلومات څرګندوي چې د جنرال هارلوډ ګرین وژونکی رفیق الله نومي سرتیری دغه برید د بدرالدین حقاني د وژلو په انتقام کې ترسره کړی.

بدرالدین حقاني د شوروي اشغال پرمهال د مشهور جهادي قومندان جلال الدین حقاني زوی او د طالب وسله والوپه لیکو کې د سرتیرو بریدګرو د کنډک مسؤل و چې تیرکال د اګست د میاشتې په ۲۴ نیټه د امریکايي بي پېلوټه الوتکې په بریدکې ووژل شو.american-general-620x330

بدرالدین حقاني چې د مولوي جلال الدین حقاني په کورنۍ کې امریکايي څارګرې شبکې ته دمطلوبو کسانو په جمله کې (۳) نمبر مطلوب شخص و په افغانستان کې د میشتو امریکايي او نورو بهرنیو ځواکونو پرخلاف يي په لسګونو پوځي عملیات پلان کړي چې له کبله يي زیات شمیر بهرني پوځیان مړه او ژوبل شوي دي.

د بدرالدین حقاني کورنۍ ته یوه نیږدي کس د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکی آسیاته وویل چې د امریکايي جنرال هارلوډ ګرین وژونکی سرتیری رفیق الله د بدرالدین حقاني تر وژل کیدو یوکال وړاندې د نوموړې لخوا په کابل کې د فقید مارشال فهیم په پوځي اکاډمۍ کې ځای پرځای شوی و.

یاده سرچینه زیاتوي چې رفیق الله نومی سرتیری له بدرالدین حقاني سره د شخصي پیژندني او باور له مخې د نفوذي برید ترسره کولو په غرض په یاده اکاډمي کې شامل کړای شو، خو کله چې د۲۰۱۳ کال د اګست په میاشت کې بدرالدین (حقاني) د امریکايي بي پلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو نو رفیق الله د هغه کورنۍ ته د یوه ځانګړې پیغام په استولو سره خبر ورکړ چې دی (رفیق الله) به حتما د بدرالدین (حقاني) انتقام له امریکایانو اخلي.

د بدرالدین حقاني د کلیزې په پوره کیدو سره يي د ۲۰۱۴کال د اګست د میاشتې په ۵ د کابل په قرغې د مارشال فهیم په پوځي اکاډمۍ کې پر ترتیب شویو مراسمو برید وکړ چې په ترڅ کې یې د جنرال هارلډ ګرین پر وژل کیدو سربیره ۳تنه نور لوړپوړي امریکايي او الماني افسرن مړه او ۱۸ تنه نور پوځي افسران مرګوني ټپیان شول.

۵۵ کلن ډګر جنرال هارلډ ګرین د امریکا دپوځ تر ټولو لوړپوړی امریکایي افسر دی چې د ویتنام تر جګړې وروسته په افغانستان کې دخپل پوځي ماموریت پرمهال وژل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x