خپل شاګرد ته د امام ابوحنیفه وصیت- (۲۱) – د نرمي په اړه څو کیسې

لیکوال: حامد افغان

فضيل بن عياض -رحمه الله- ته چا وویل: سفيان بن عيينة د پاچا انعامونه اخلي ده وویل: هغه اوس هم له خپل حق نه کم شی اخلي، کله چې یې سفیان یواځي ولید ورته غوسه شو او سختې خبرې یې ورته وکړې، هغه ورته وویل: یا ابوعلي زه که د نیکانو له ډلې څخه نه یم له نيکانور سره مینه لرم، د دې کیسې مطلب دا ده چې فضیل د سفیان په اړه نرم چلند غوره کړ خلکو ته یې د هغه له خوا عذر وويلې چې هغه د ډیر انعام وړتیا لري خو مخامخ یې هغه ته حقه او مناسب خبره وکړه او دا د یوه عالم د بل په اړه خواخوږي، نرمي او رښتینې مینه ده، که څه هم نن سبا موږ اُلټه روان یو مخامخ خوږې او نرمې خبرې سره کوو او په غياب کې د یوه بل بیخ او بنیاد له منځه اوباسو، الي الله المشتکي.

حماد بن سلمة رحمه الله وايي: په صلة بن أشيم باندي یو سړی تېرېدی هغه خپل څادر زړولی و، د ده شاګردانو نیت وکړ چې په سختي سره یې ونیسي، صله ورته وویل: تاسو یې ما ته پرېږدئ زه ورسره پوهیږم ، ده ورته وویل: زما وریره ! زما یو حاحت به راپوره کړې؟ هغه ورته وویل: ستا څه حاجت دی؟ ده ورته وویل: که مهرباني وکړې څادر مو یو څه درپورته کړئ، هغه ورته وویل: په سترګو او څادر یې پورته کړ، صله خپلو شاګردانو ته وویل: که له دې سړي سره مو سختي کړې وی نه به یې څادر پورته کړی و او ښکنځل به یې هم درته کړې وې.

محمد بن زكريا الغلابي وایي: عبد الله بن محمد بن عائشة ته ورغلم چې د ماښام له لمانځه وروسته له جوماته راوتلی و او کور ته روان و، په لاره کې یې د قریشو یو مست او نېشه ځوان ولید چې یوه ښځه یې نیولې وه او کشوله یې، ښځې له خلکو مرسته وغوښتله خلک ورته راجمعه شول او د ځوان په ډبولو یې پیل وکړ، محمد بن زکریا چې ځوان ولید ویې پیژاند او خلکو ته یې وویل: زما له وراره نه لیري شئ، بیا یې هغه ته وویل: وراره ! زما خواته راشه ځوان وشرمیدی او ورغی هغه په غیږ کې ونیو او ورته کړه یې : زما سره راځه، ځوان له ده سره ولاړ او کور ته یې بوتلو، کور یې خپلو هلکانو ته وویل: دی دي له تاسو سره شپه تېره کړي چې سهار راپورته شي په خبره یې پوه کړئ چې داسي بد کار دي کاوه، له هغه وروسته یې خپل کورته مه پریږدئ ما ته یې خامخا راولئ، شپه یې وکړه سهار چې راپورته شو هلکانو یې کیسه ورته وکړه قریشي ځوان ډیر خپه شو وشرمیدی او ویې ژړل، وروسته یې اراده وکړه چې کورته ولاړ شي هلکانو ورته وویل: چې محمد بن زکریا ویل چې زما سره به ویني.

قریشي ځوان چې محمد ته ورغی هغه ورته وویل: ته له ځانه نه شرمیږې او تا ته له خپل نسب او شرافته حیا نه درځي؟!! له الله ووېرېږه او له شرابو لاس واخله، ځوان سر ښکته اچولی و او ژړل یې، وروسته یې سر راپورته کړ او ویې ویل: له الله سره مې وعده ده داسي وعده چې په اخرت کې به یې پوښتنه رانه کوي زه به له نن وروسته شراب ونه څښم او ټول عمر مې توبه ده، محمد ورته وویل لیږ رانږدې شه، دی ورنږدې شو او په سر یې ښکول کړ، دې ځوان له دې وروسته له محمد نه د حدیثو درس پیل کړ او له ده نه به یې حدیث لیکل، دا مست قریشي ځوان د محمد بن زکریا په نرمي سره د حدیثو شاګرد وګرځیدی وروسته به محمد ویل: خلک په ښو امر او له بدو منعه کول کوي خو د دوی دا ښه کار بده پایله ورکوي، ځکه هغوی له نرمي کار نه اخلي تاسو باید خامخا نرمي خپله کړئ او په نرم چلند سره خپلو ټولو موخو ته په اساني سره رسیدلی شئ.

فتح بن شخرف وايي: یوه سړي یو ځای یوه ښځه ونیوله چاړه یې په لاس کې وه ډیر قوي سړی و چې څوک به د ښځې د خلاصولو په نیت ورنږدې شو هغه به په چاړه وواهه، خلک همداسي ولاړ وو نشوی ورنږدې کیدلی او ښځې نارې وهلې، په دې حال کې بشر بن الحارث په دې لار راغی، دې سړي ته ورنږدې شو د هغه له مټې سره یې مټه ولګوله سړی په ځمکه ولویدی دی روان شو، او ښځه په خپله مخه ولاړه، خلک سړي ته ورنږدې شول هغه په ځمکه پروت و په خولو کې غرق و خلکو پوښتنه ور نه وکړه چې څه چل دی؟ ده ورته وویل: نه پوهیږم هغه شیخ چې راغی اوږه یې راسره ولګوله، او راته ویې ویل: الله تا او ستا دې عمل ته ګوري، د ده په دې خبره مې پښې کمزورې شوې او سخت ووېریدم، نه پوهیږم دا سړی څوک و؟! خلکو ورته وویل: هغه بشر بن الحارث و، سړي وویل: اه زما بد مرغې ورځې له نن وروسته به زه هغه ته څنګه ګورم. إحياء علوم الدين، 2/ 335.

د نرمي په اړه د امت د لویانو او د اسلام د سترو داعیانو خورا په زړه پوري او خوندورې کیسې شتون لري، که څوک غواړي ښو اخلاقو، سړيتوب او د الله دین ته په اغیزمنه توګه خلک راوبولي له ښه وعظ او حکمت سره باید له ډیري نرمي نه کار واخلي له نرمي پرته په دې لاره کې پرمختګ نه شي کیدلی، متاسفانه نن سبا ډیر داسي علماء او داعیان شته چې له خلکو سره سخت او تروش چلند خپلوي، د الله د دین او اخلاقو د بیانولو په مهال مسلمانان په نامناسبو او آن سپکو الفاظو مخاطـبوي، داراز په مجالسو او ناستو کې خلک ترټي او سپکوي، دا لاره او دا ډول چلند په ښکاره توګه د نبوي سنت او دعوتي حکیمانه اسلوب مخالفت او بغاوت ده، د الله دین او د رسول الله اخلاقو ته د خلکو رابللو له پاره قراني او نبوي اسلوب خپلول لازمي دي او د دې اسلوب خپلولو له پاره که داعي خپل تمايلات او ناسم چلند تغیر نه کړي په خپل مزاج بوختیا یې ګټوره نه ده او نه به په دې لاره که ښې پایلې ترلاسه کړي.

رسول الله صلی الله علیه وسلم به آن له یهودو سره نرم او مناسب چلند کاوه، دلته په دې اړه یو روایت را اخلم: عروه بن الزبیر وایي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم ميرمني عائشي وویل چې د یهودو څو کسان رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلل د راننوتلو په مهال یې وویل: السام علیکم، عائشه وایي زه یې په مطلب پوه شوم په ځواب کې مې ورته وویل: وعليکم السام واللعنه، دا وایي: رسول الله راته وویل: عائشي! ګذاره او نرمي کوه، الله په هر کار کې نرمي خوښوي، ما ورته وویل: يارسول الله؟ تا د دوی خبره واوریدله څه یې وویل؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل: خو تا هم “وعليکم ” ورته وويلې.

عن عروة بن الزبير أن عائشة -رضي الله عنها- زوج النبي -صلى الله عليه وسلم- قالت: دخل رهط من اليهود على رسول الله -صلى الله عليه وسلم- فقالوا: السام عليكم، قالت عائشة: ففهمتها فقلت وعليكم السام واللعنة، قالت: فقال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: مهلا يا عائشة إن الله يحب الرفق في الأمر كله فقلت: يا رسول الله أو لم تسمع ما قالوا؟ قال رسول الله -صلى الله عليه وسلم-: قد قلت وعليكم. أخرجه البخاري، 5/ 2242، برقم: 5678.

یهودو رسول الله صلی الله علیه وسلم ته سپکه خبره او ښېرا وکړه، السام علیکم یعني په مرض اخته شئ، کله چې عائشي په ځواب کې زیاتی وکړ یعني “واللعنة ” یې هم زیات کړ رسول الله صلی الله علیه وسلم دا د نرمي خلاف کار وباله او هغه یې منعه کړه. یعني د مسلمانانو له سترو دښمنانو یهودو سره هم رسول الله نرم چلند کاوه او همدا د دعوت په لاره کې نبوي اخلاق دي.

ابن تيمية رحمه الله وایي: څوک چې په ښو امر او له بدو منعه کوي هغه ته په کار ده چې په څه شي امر کوي یا له کوم شي منعه کوي؛ د هغه په حکم به پوه وي، دا راز په نرمي سره به په یوه شي امر کوي او په نرمي سره به له یوه شي خلک منعه کوي، په کوم شي یې چې امر کړی وي یا منعه د هغه په اړه به یې سینه پراخه او حلیم به وي. دا ځکه چې ښه او بد باید لومړی وپیژندل شي نو داعي باید فقیه وي، او نرمي ځکه لازمي ده چې نرمي هدف ته د رسیدلو غوره، اسانه او اغیزمنه لاره ده نو باید داعي نرم وي. او حلم ځکه ضروري ده چې د دعوت په لاره کې په رامنځته کیدونکو ستونزو صبر وکړي نو داعي باید حلیم او صابر وي. لکه قرانکریم وایي: ﴿وَأْمُرْ بِالْمَعْرُوفِ وَانْهَ عَنِ الْمُنكَرِ وَاصْبِرْ عَلَى مَا أَصَابَكَ إِنَّ ذَلِكَ مِنْ عَزْمِ الْأُمُورِ﴾ [لقمان: 17]، مجموع الفتاوى، 15/ 167.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د