نظــر

هویت د هرې انساني ټولني اړتیا ده !

لیکوال: نعمت الله اسحق زی

د انساني او ملي اړتیاوو له مخې زما پیژندل شوی هویت افغان اوافغانیت دی.

که چیري هویت په وګړیزه دایره کي تعریف کړای شي، شاید تر ټوله لنډ تعریف د شخص پر خصوصیاتو راوڅرخي، د بیلګي په توګه کله چي انسان، ټولني کې حضور پیدا کوي لومړنۍ پوښتني چي پیلوي د ځان او موجوده چاپیریال په هکله ورته پوښتني دی، زه څوک یم؟ زما د خلقت اړتیا د دې نړۍ سره پر کومو مقاصدو ولاړه ده، اسان د کایناتو او فوق الطبیعه موجوداتو سره تړاو لری او دارنګه ګڼي پوښتني چي په بل تعبیر ورته (فلسفي) پوښتني هم وايي.

په ټولیزه توګه دانسان د هویت په هکله دوې مرحلې په نظر کي نیول کیږي، وګړیزه (فردي) هویت او ټولنیز هویت (جمعي) چي کله جمعي هویت ملي هویت سره ورته په یوه معني پیژندل کیږي.
وګړیزه او ټولنیز هویت د هر انسان یو ذاتي او فطري حق دي چي باید ورته په پوره توګه درناوي وشي.

همدارنګه اراوپوهني، ټول پوهني او فلاسفو د انسان د وګړیزه او ټولنیز هویت څخه ملاتړ کړی دي.

دا چي د هویت د ساتني په اړه تاریخي قوانین او لوایح کوم پړاوونه لرلي او په ټولیزه توګه تر کومه بریده د انسانانو د فطری حق ملاتړشوي، مفصل بحث ته اړتیا ده چي په څو پاڼو کې يې افاده ستونزمن کار دي.

اما په ۲۱ پېړۍ کي چي د قانون او قانونیت عصر ګڼل کیږي او ډیری انسانان انساني او اساسي حقونو ته لاسرسی لري..

معتبر سند چي د هر هیواد د وګړو د اساسي حقونو څخه ننګه او ملاتړ کوي اساسی قانون (ملي وثیقه) ده.

اساسي قوانین په ټولو هیوادونو کي د ملت او دولت دندي او مکلفیتونه تعریف او د رعایت سپارښتنه يې کوي.

همدارنګه ملي وثیقه (اساسی قانون) د ملت لپاره د یو ټولنیز معتبر سند په توګه ارزښت لری.

په حقیقت کي اساسی قانون د ملت د ملي ارزښتنو ساتونکي دي.

په دې برخه کي د دولت ترڅنګ ملت هم اړ دي چي د دغه ملي سند د منځپانګي(محتوا) په دودونه او تطبیق کې خپل ملي مسولیت ادا کړي..

اوس چي په دی ورځو کې ولسمشر د یو شمیر ځانچارو او ځانساتو په نه پاملرني د افغاني تذکرو له لومړۍ پاڼې څخه د افغانیت کلمه حذف کړه، په کورد ننه يې سخت غبرګونونه را وپارول..
د ملت په باور افغانیت زمونږ ملي هویت دي او اساسي قانون د دغه هویت د ساتني په موخه دولت او ملت مکلف کړي چي ننګه يې وکړي.

ملت نیوکه کوي د ملي یوالي حکومت چي د قانون حاکمیت د خپلو کارونو په لومړیتوبونو کي بولي د بریښاني پاڼو څخه د افغانیت او اسلامیت د کلمو په حذفولو ثابته کړه چي نوي نظام د ملي ارزښتونو د ساتني لپاره ملي اراده نلري.

ملت ګیله کوي چي ولسمشر غني په دي کار سره ټول افغانان خفه کړل او کیداشي چي دارنګه افغانځپونکې هڅې په راتلونکي کې د ملت او ارګ ترمنځ د باور فاصله لازیاته کړي..

په هیواد کي د هویت پر سر جنجال تاریخي شالید لری، تیرو۱۳ کلونو کي یو شمیر بهرنيو هیوادونو کې د زیات شمیر کورني حلقاتو په ملاتړ هڅه کېږي چي د افغانانو ترمنځ د هویت پر سر د لومړي مقام درجه لرونکي قوم، دوهم او یاهم درېیمه درجه لرونکي قوم ته ورته بحثونه رابرسیر کړي..

تاریخي تجربي ښيي چي د بهرنیو هیوادونو د جواسیسو له خوا د دارنګه بحثونو وړاندي کیدل تنها او تنها سیاسي موخو لپاره په لاره اچول کیږي .

د بیلګي په توګه د ولسمشر کرزي د واکمني پر مهال یو شمیر تنظیمي او مرضي څیرو د بهرنیو هیوادونو په بلنه د افغانستان د تجزیي په مقصد بهر ته دعوت شول او ترڅنګ يې د پټو دروازو شاته د افغانستان د تجزیی د طرحې د عملی کیدو په هدف ګڼي ملي او استخباراتي مرستي هم ترلاسه کړي او کیداشی د بریښنايي تذکرو څخه د افغانیت د کلمي حذف یو د هغه د سیسو څخه وي چي یو شمیر افغانځپونکي کړۍ يې په لټه کي دي.

که چیری په ملي کچه د هویت په هکله خبره کیږي باید په خپل افغانان په کوردننه پری تصمیم ونیسي نه بهرني هیوادونه او د هغوي جواسیس.

تر ټوله مهمه مرجع چي د هویت د ثبوت په هکله استناد کوي د افغانستان اساسي قانون دي.

اساسي قانون څلورمه ماده حکم کوي چي د افغان کلمه د افغانستان د ملت هر وګړي باندي اطلاق کیږي.

د اساسی قانون له مفرداتو محتوا څخه اخیستنه دا ده چي د افغانیت کلمي پر وړاندي مخالفت د اساسی قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. ولسمشر د افغانستان د لومړي سیاسی مدیر په توګه چي د لوړي مراسمو پر مهال يې د اساسی قانون د ساتني او ملي ارزښتنو څخه د ننګي په موخه لاس پر قرآن کښیښود او قسم يې یاد کړ چي ننګه به کوي مسولیت لري چي د افغانځپونکو هڅو پروړاندي خپل ملي دریځ روښانه کړي او د افغانیت ترشا ودریږی..

او یو شمیر ځانساتو او ورځچارو سیاسیونو په خوښه افغانیت او ملي ارزښتونه د سیاسی معادلاتو قرباني نکړئ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x