نظــر

استاد مزمل او يو «مګر!»

لیکوال: احمدالله احمدزی

د استاد ليکنې چې ګورې، نو له ادبي او لغوي پلوه يو ځانګړی سبک لري، خوږ تعبير او مناسبه جمله بندي د سړي پر زړه منګولې ښخوي او لوستونکی اړباسي، چې ټوله ليکنه او حتا کتاب يې په يو وار تر پایه ولولي.

د محتوا له پلوه استاد چې پر کومه موضوع ليکل کوي، د موضوع حق ادا کوي او د استاد له ليکنې وروسته نوموړې موضوع کې څه ابهام نه پاتې کيږي او د ژور تحليل قوي ملکه لري.

استاد خپلو دوستانو او په ځانګړې توګه ځوانانو سره ډېره مينه لري، د روان ناورین په باب ورته ښې لارښوونې کوي او تل يې په ليدو سړي ته هيلې پيدا کيږي. که د استاد په څېر مهربانه او ځيرک مشران ولرو، نو ان شاء الله له خپل نوي نسل څخه دا هيلې لرلای شو، چې راتلونکي وخت کې به د اسلامي نظام او ټولنې لپاره ډېر څه وکړي.

د روسانو پر خلاف د جهاد پر مهال يې خپلې کورنۍ او خپلوانو ته هيڅ مراعات نه دي ورکړي او خپلوان يې اوس هم په دې ترې ګيله من دي، چې دوی ته يې د بهرنيو پوهنتونونو بورسونه نه دي اخيستي او نه يې کوم کاروبار ورته روان کړی دی.

د استاد دريځ دا دی، چې هر څوک بايد د خپل استعداد له مخې پر مخ ولاړ شي او هيڅوک بايد په دې اړه له واسطې کار وانخلي.

استاد په زغرده د روسانو پر خلاف د جهادي ګوندونو تېروتنې مني او کله کله خو لا دا هم وايي «الله تعالی به د دغو ستړياوو اجر راکړي، که سزا!».

استاد وايي، چې هغه مهال جهادي رهبران د رهبرۍ اهل نه وو، بلکې حالاتو د رهبرۍ پړاو ته ورټېل وهل او د نه تجربې له امله ډېرو رهبرانو ډېرې سترې تېروتنې وکړې.

استاد وايي، موږ هغه مهال پر ځان نه پوهېدو، چې څه وايو او څه کوو او ځينو رهبرانو خو لا ان د پېغمبرۍ فکرونه درلودل او خپله خبره يې پر ډېرو کره بلله، مګر وروسته دغو رهبرانو د امريکا چوپړ پيل کړ.

په عملي سياسي ژوند کې يې ډېرې لوړې ژورې ليدلي دي.

استاد د حزب اسلامي رهبري غړی و، حکمتیار سره په نژدې ټولو بهرنیو سفرونو کې ملګری و؛ مګر اړيکې او ملګرتيا يې له ټولو جهادي ډلو سره وه او د خپل قوي موقف لپاره يې حزب ته هم خدای پاماني وويله.

استاد له حزب څخه د جلا کېدو يو دليل دا وايي، چې نوموړی تنظيم د نورو ګوندونو په پرتله ډېر کورنی شوی و او ټول واک يې د حکمتيار صيب په خپلوانو او زومانو پورې محدود و.

دا کار د استاد هغه مېړانه بللی شو، چې په زغرده يې د حکمتيار صیب غوندې يو تريخ ليډر سره خپله لاره جلا کړه، چې په پای کې د استاد غوندې څېرو له څنډې ته کېدو ډېرو نورو ته خدای ورکړې موقع په لاس ورغلې او د «امیر» هر حکم ته یې د صحت سر وښوراوه.

استاد د امريکايي اشغال سرسخته مخالف دی او وايي، چې د عملي جګړې توان نه دی ورپاتې، مګر د مرګ تر ساعته به د امريکايي اشغال پر ضد قلمي مبارزه کوي.

استاد سره په يو مجلس کې د پخواني ولسمشر کرزي يو سلاکار او د حزب اسلامي پخوانی لوړپوړی چارواکی ناست و. استاد پر روانو حالاتو خبرې کولې، چې سلاکار صیب د استاد د خبرو پر خلاف د راديو تلويزون له مخې د حکومت او امريکايانو پر ښه والي ټينګار کاوه، نو استاد ورته په ډېره ساده ژبه وويل«… صیب ته خو ډېر ښه سړی يې، مګر له خرو سره اوسې، نو ځکه داسې خبرې کوې.»
استاد افغانستان کې د امريکايي عسکرو د دايمي اډو هم مخالف دی او په دې اړه يې انجينير احمدشاه احمدزي او نورو جهادي مشرانو سره په ګډه د امريکايي عسکرو د دايمي شتون پر خلاف يوه جبهه هم جوړه کړې، چې وخت پر وخت خپلې جلسې او ناستې کوي. د ملي یووالې جبهې د حامد کرزي له لورې د بهرنیو اډو په تړاو د «ملي مشورتي» تر عنوان لاندې د جرګې پر خلاف د درې زره علماوو جرګه راغوښتې وه چې تر ډېره بریده یې د ولس له ادرسه امریکايي دایمي اډو ته په زغرده په کې «نه» وویل.

دا هر څه او پر دو ډېرې نورې ښېګڼې پر خپل ځای؛ خو دلته موږ هم د استاد په دود د استاد یوه مګر سپړو. استاد د امریکایانو د دایمي پوځي اډو پر ضد ډېره مبارزه وکړه، مګر له استاده يوه لويه اشتباه هم وشوه، چې داسې يو نظام کې، چې استاد يې په خپله د اشغال زېږنده بولي، د داسې يو چا لپاره يې ټاکنيز بهير کې برخه واخيسته، چې سر و مال يې له امريکايي اشغاله جار دی او څوکۍ ته د رسيدو لپاره يې هر ډول ذلت منلی دی. استاد د داسې یو چا له پاره په ټاکنیز اشر ورګډ شوی چې باید نه وای ورګډ شوی.

استاد د ولسمشريزو ټاکنو پر مهال اشرف غني ته کمپاين کاوه او ولس کې يې له خپل اغېز څخه په ګټه اخيستو خپل دوستان او قومي مشران دې ته هڅول، چې اشرف غني ته رايې ورکړي او له هر ډول امتياز پرته يې اشرف غني ته شپه ورځ منډې وهلې او خلک يې تشويقول، چې خپلې رايې بايد اشرف غني ته ورکړي.

د استاد موقف دا و، چې د اشرف غني تره ډاکټر کوچی يې ملګری دی او د نورو په مقابل کې د اشرف غني شر ورته لږ ښکارېده او اشرف غني داسې ډاډ ورکړی و، چې دی به د افغانستان د سولې لپاره خپلې هلې ځلې کوي او هېواد کې به د سولې لپاره مخالفينو سره خبرې اترې کوي، دغه جګړه به ختموي او هېواد کې به دايمي رښتينې سوله راولي. استاد شاید پر دې دلیل هم د اشرف غني بریا له پاره منډې ترړې کړې وي چې سوله او پخلاینه د شمال ټلوالې له شره وژغوري.

د اشرف غني يو کمال او چالاکې دا وه، چې هر څوک به يې وليدل، هغه سره به يې د هغه د فکر مطابق خبرې کولې، چې له دې فکر پرته افغانستان پر مختګ نه شي کولای. ديموکراتانو ته يې د ديموکراسۍ تمې ورکولې، ملايانو ته به يې ويل، چې د ارګ دروازې به مو پر مخ خلاصې وي او ټولو ته به يوه يوه نومره ورکوي، نو د کابل او جلال اباد ملاصيبانو فتوا ورکړه، چې کارونه دې ټول له شريعت سره برابر دي.

ځوانانو ته به يې ويل، چې هېواد پر تاسې جوړېږي او دغه ډول د هر قشر ملاتړ يې په همدې چالاکۍ ورخپل کړی و، خلکو هم ورته له ساده توبه او يا هم د مفادو لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړې او ډېرو پښتنو، چې خپلې ښځې په اسانه ډاکټر ته نه بيايي، د اشرف غني لپاره يې د ټاکنو مرکزونو ته راوستې او پر ځان يې هر ډول ګواښونه ومنل.

امريکايانو ته يې ډاډ ورکړی و، چې واک ته د رسېدو مقابل کې هر څه ورسره مني او اوس نو دا شوې وعدې يو بل سره په ټکر کې هم وې، که د يو مني، د بل پاتې کيږي، نو مفکر صيب د اولويت له مخې امريکايانو سره خپله کړې وعده ترسره کړه او د لوړې پر سبا يې امريکايانو سره امنيتي تړون لاسليک کړ. اشرف غني له امریکایانو سره په کړو ژمنو او وعدو کې ډېر مخلص او متعهد و. د ملي یووالي د ګډ حکومت په دویمه کاري ورځ ورته تر بل هر څه له امریکایانو سره د تړون لاسلیک مهم وبرېښېد.

زه حيران دې ته يم، چې اشرف غني په استاد غوندې پوهه او باتجربه سړي څرنګه جادو وکړ، چې د امريکايانو د خونړي اشغال سربېره يې د امريکا د يو لاسپوڅي د بريا لپاره خوشبينه شو او ويلی شو چې د اشرف غني په تړاو د استاد مثبت نظر به د هغه په بريا کې رول لوبولای وي.

موږ به چې د ټاکنيز کمپاين پر مهال څه خبره کوله، نو ډېرو مشرانو حاجي صیبانو به راته استاد د دليل په توګه وړاندې کاوه، چې تاسې ښه پوهيږئ که استاد.

اوس چې اشرف غني په بله لاړ استاد هم ورپسې شروع کړې اوخپل ځانته په دې تسلي ورکوي او يو شمېر دوستان هم دا وايي، چې استاد خو اوس ورپسې دغسې ليکنې کوي، نو خپلو دغو دوستانو ته وايم، چې اشرف غني ته هم دغسې خلک په کار و، چې خپل ټاکنيز بهير پرې وچلوي او بيا يې مخالف شي؛ ځکه چې اشرف غني په لوی لاس خپل کمپاينران خوابدي کړل، تر څو ترې چوکۍ او منصب ونه غواړي.

له اشرف غني د استاد خوابدي د اشرف غني په ګټه ده؛ ځکه که استاد اوس هم ورسره وای، نو د اشرف پر سر به يو بل اضافي بوج و، چې ده ته به هم اوس يوه چوکۍ ورکوي.

د استاد له ټولو خوبيانو سره بيا هم د اشرف غني په تړاو خوشبيني د امريکايي اشغال د منلو په زمره کې راځي اګر که استاد يې اوس مخالفت هم کوي.

استاد غوندې زيرکې سټې بايد د امريکايي اشغالګرو د غلامانو په غوړو وعدو نه وای تېروتي؛ ځکه چې استاد هم پر دې پوهېږي، چې نظام او واک له امريکا سره دی، نو بيا د اشرف غني په څېر له يو لاسپوڅي، څرنګه دومره د سولې او خير تمه کيدای شي، مګر استاد يې بيا هم تېروېست.

استاد شخصیت ته په ټول احترام او درناوي سره دا یو «مګر» راته له ډېره د یادولو وړ برېښېده، په دې هیله چې زموږ ښاغلي مشران بیا په داسې سیاستونو تېر نه وځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

والله داسې مګر ته دې پام شوی چې زموږ ورته هیڅ پام نه و او نه درې خبر و الله تعالی دې رحم وکړي

انصار

بس وروره په پخونیو مجاهدینو که الله پاک جلال ادین حقانی کامیاب شو، استاد یاسر هم ډیر کار وکږ .

ډاکتر احمدی

وروره ښه لیکنه ده خو

ما هم دی غنی ته لږلږ کمپاین وکړ مګر قسم درته خورم چی د شمال ټلوالی دیر مخالف یم ځکه ما د ناوی نه د باران لاندی ناسته غوره کړه – نور ته قضاوت وکړه

یما آنصاری

هندو ستړی خدای ناراضه ده که هر سومره منډی ترړی کړی وی هغی هسی خوشی عبس تللی بلکی پده آوبال ګرځیدلی، دی خوارکی دومره نه پوهیږی چی زه دا منډی د چا لپاره کوم زه د چا به خدمت کی یم. په چا کی چې آلهیت نه وی هغه که هر سومره د خیر کار وکړی څه آثر پری نه مرتب کیږی. دا خو د لمر غوندی روښانه ده چی د دغه ګوډاکی حکومت په خدمت کی کار کول بعینه د نصاراوو خدمت دی ځکه دا نظام د نصاراوو دی د ګوډاګیان د نصاراوو دی نو ظاهره ده ځوک چی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x