نړۍ

جبهة النصرة يو لبناني عسکر اعدام کړی

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱۵مه ۱۳۹۳ل): سوريه کې القاعده پورې تړې جهادي ډلې يو لبنانی عسکر په دار کړی او د لبنان حکومت ته يې ګواښ کړی، که د دوی بندي شوې خويندې او ماشومان يې پرې نه ښودل، نو دغه جهادي ډله به دوی سره نور بندي لبناني عسکر هم ووژني.

جبهة النصرة په خپل تويټر پيغام کې ويلي: « موږ دغه لبناني عسکر علي البزال د هغو مسلمانو خويندو د نيولو په غبرګون کې وواژه، چې لبناني عسکرو بنديان کړي دي او د لبنان حکومت ته يې ګواښ کړی، که دغه مسلمانې ښځې او ماشومان يې ژر تر ژره خوشې نه کړل، نو دوی به نور بندي لبناني عسکر هم ووژني.»

د علي البزال کورنۍ او دوستانو د نوموړي د مرګ د خبر له اوريدو وروسته بزالي سيمه کې لويه لاره د ترافيکو پر مخ تړلې او سيمه کې امنيتي ځواکونو بشپړ امنيتي تدابير نيولي، چې حالات نور خراب نه شي.

لبنان کې د الجزيرې تلويزون خبريال مازن ابراهيم وايي، چې د علي بزال له وژنې وروسته، کېدای شي، د دواړو لوريو د بنديانو په اړه نوې لار پرانستل شي او په دې اړه خبرې اترې وشي.

مازن زياتوي، چې جبهة النصرة لبناني عسکر په جګړه کې نيولي او د لبنان امنيتي چارواکو د اسلامي دولت د مسؤولينو ښځې او کوچنيان بنديان کړي دي.

جبهة النصرة درې ورځې وړاندې ګواښ کړی و، چې دوی به ټول هغه لبناني عسکر ووژني، چې دوی سره بنديان دي او لامل يې د لبناني عسکرو او حزب‌الله شيعه وسله والې ډلې لخوا لبنان کې د خلکو پر کورونو او کوچينانو تېری ښوول شوی و.

جبهة‌النصرة تېره چهارشبنه په خپله اعلاميه وويل، چې دوی لبناني عسکرو سره جګړه نه غواړي، مګر لبنان په لوی لاس خپل عسکر دوی سره په جګړه کې ښکېل کړل او دوی سره لبناني عسکر جنګي بنديان دي.

جبهة النصرة د لبناني عسکر د وژنې پړه پر لبناني حکومت اچولې، چې د حزب‌الله د فشار او غوښتنو له امله يې دوی سره د لبناني بندي عسکرو په اړه د مذاکراتو مثبت ځواب ونه وايه.

د يادونې وړ ده، چې د روان کال اګست مياشت کې اسلامي دولت او جبهة النصرة ۲۹ لبناني عسکر ژوندي نيولي وو او تر اوسه يې څلور تنه ترې وژلي دي.

جبهة‌النصرة څو ځله ګواښ کړی و، که لبناني حکومت دوی سره د بنديانو په اړه خبرې اترې پيل نه کړي، نو دوی علي البزال ووژني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
ډاکتر احمدی

آخ څه وخت به واورم چی بشارالاسد اعدام شو

خدای د اسراییلو اوامریکایانو کورونه د اور نه ډک کړی

آمین

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x