افغانستان

په هرات کي یوه ښوونځی جوړه او د بلی بنسټ ډبره کيښودل شوه

afghan_schoolنن ټکی اسیا: د هرات ولایت د ګذره په ولسوالۍ کي د یوې ښوونځي ودانۍ تر جوړېدو وروسته پرانیستل شوه، او د همدې ولایت په کهسان ولسوالۍ کي د بلي بنسټ ډبره کيښودل شوه.

د تفصیلاتو سره سم نن د هرات ولایت د ښووني او روزني د ریاست سرپرست بصیر احمد آروین ویلي چي د ګذره په ولسوالۍ کي

د انجونو د یو ښوونځي ودانۍ د نړیوال بانک په مالي مرسته د دوه میلیونه او څلور سوه زره افغانیو په لګښت جوړه شوه، او نن د زده کوونکو پر مخ پرانیستل شوه.

په یوه بل خبر ورکولو سره نومړي وویل چي د کهسان په ولسوالي قلعه سردار سیمه کي هم د یوې بلي ښونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کيښودل شوه.

نومړي وویل چي دغه ودانې به په څلورو میاشتو کي د یو لک او څلور زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x