خبرونهنړۍ

انټرپول د قرضاوي د نیولو امر صادر کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱۵مه ۱۳۹۳ل): نړیوالو پولیسو د مسلمانو علماوو د نړیوال اتحاد مشر یوسف القرضاوي د نیولو امر کړی.

انټرپول په خپلې رسمي بریښناپانه د ښاغلي قرضاوي لنډه پیژندنه او انځورونه خپاره کړي او له خلکو یې غوښتنه کړې د نوموړي په اړه معلومات له نړیوالو پولیسو سره شریک کړي.

په ښاغلي قرضاوي تور پورې شوی چې په وژنو کې لاس لري، خلک یې وژنو ته هڅولي دي او له بندیانو سره یې له زندان څخه په تیښته کې مرسته کړې. نوموړی همدار راز په غلا او ورانکاریو هم تورن شوی.

انټرپول ویلي چې د قرضاوي د نیولو امر یې د مصر په غوښتنه صادر کړی.

دکتور یوسف القرضاوي د اخوانیانو له مخکښو مشرانو څخه ګڼل کیږي.

له بلې خوا په مصر کې د انټرپول مشر ویلي چې د ښاغلي قرضاوي سربیره یو بل مشهور عالم دکتور وجدي غنیم هم انټرپول ته په مطلوبو کسانو کې دی.

نوموړي زیاته کړې چې دوی ته د ټولو ځای ځایګی معلوم دی، چې په وینا یې د قطر او ترکیې ترمینځ اوسیږي.

تر دې مهال پخپله ښاغلي قرضاوي یا د اخوان المسلمین ګوند کوم غبرګون نه دی ښودلی.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
gul

زموږ د کلي له سردار اکا نه ۱۳ کاله مخکې یو چاپوښتنه وکړه ، چې دا القاعده څه معنی؟
سردار اکا ویل القاعده له قاعده بغدادي نه جوړه شوې ده ، مطلب یي دادی چې قاعده بغدادي ویلي وي هم والله که دې پریږدي،هسې په دې موخوشالیږه چې غم د طالب او ملا په سر دی، مسلمانانو وار درباندې را روان دی هسې پرې وار مخکې کوئ ګنې پریږدي مو نه چې هرڅو ځان دورې دورې کړئ

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x