ژباړن: دادمحمد ناوک
څلورم څپرکى
په قرآن کې زده کړه
پر حسي ادراک او تفکر سربېره دا هم د الله جل جلاله لويه لورېينه ده، چې انسان ته يې داسې فطري استعداد ورکړى دى، چې پر مټ يې علوم، فنون او مهارتونه زده کولاى شي، چې د همدې زده کړې پر اساس کولاى شي د ژوند دروند مسؤليت په ښه توګه اداکړي او په دنيا کې ځان کاميابۍ ارامۍ او خوښۍ ته ورسوي.
الف: د پوهې سرچينې:
انسان له الهي او بشري سرچينو پوه ترلاسه کولاى شي.دغه دواړه علمي سرچينې د يو بل بشپړوونکې دي چې دغه دواړه سرچينې اصلاً الله جل جلاله پيداکړې دي او انسان ته يې د درک او کسب لپاره وسايل په لاس ورکړل. له الهي سرچينې نه د ترلاسه کېدونکې پوهې څخه زموږ مؤخه هماغه د وحي، الهام او ياهم ريښتيني خوب څخه لاس ته راغلې پوهه ده او له بشري سرچينې څخه ترلاسه کېدونکې پوهه هغه ده چې انسان يې د ځانګړيو مهارتونو، شخصي هڅې، تجربې او مشاهدې له لارې ترلاسه کوي. دغه پوه ډېر وخت له خطا هم زده کېږي همدارنګه د پلارومور له روزنې او نورو لاروڅخه هم زده کېږي.
ب: د ژبې زده کړه:
د الله جل جلاله ستره پېرزوينه اوله حيوان څخه د انسان د توپير لويه وسيله ژبه او د هغې زده کړه ده. ځکه چې د همدې ژبې پر مټ انسان د خپل تفکر دروازه خلاصوي او بېلابېلې پوهې ا وکسبونه زده کولاى شي، همدغه ژبه ده چې انسان يې ننني پرمختګ ته ورساوه. واړه ماشومان مخکې له دې چې د مفهوم څرګندونې لپاره ژبه زده کړي، په ذهن کې مفاهيم جوړوي، خو چې کله يې د ژبې پر زده کړه وس برشي، هغه ته ژبه د لغاتونو يوه ذخيره ښکاره شي، دهمدې خزانې پرموندنې دى کله_کله له وخته او ځايه وتى فکر هم کوي.
پرهمدې اساس کولاى شي چې د خپل تېر او راتلونکي وخت اړوند فکر وکړي. اوداسې شيان او اصول پيداکړي چې آن د خپل توان پر مټ پراختراع وتوانېږي.
پاتې شته…
تېره برخه دلته لوستی شئ.