پر لویو لارو پلټونکي پولیس خپله دنده د خلکو ځورونه بولي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): په کابل او ولایاتو کې د طالبانو د بریدونو له زور سره جوخت د کورنیو چارو وزارت مسوولینو د هېواد په پلازمېنې سربېره په لویو لارو هم د مسافرو پلټنې ډېرې کړې دي.

د کابل ـ کندهار په لویه لاره د میدان ښار په وروستۍ برخه کې د پلټنې مسوول پولیس وايي چې دوی هسې د خلکو د ځورولو لپاره ټاکل شوي دي.

دې پولیس د نوم نه ښودو په شرط نن ټکی اسیا ته وویل چې دوی ښه پوهېږي چې څوک کابل ته د بريد لپاره راځي، هغوی په عامه لاره په شخصي موټرو کې نه راځي.

د دې پولیس په قول په همدې لویه لاره د پلټنې لپاره سلګونه موټر په کتار کې اودرېږي، چې ځنډول يې د ناروغانو او نورو اړو کسانو په حق کې تېری دی.

د کابل ـ کندهار په لویه لاره تر میدان ښار ها خوا د غزني لوري ته هم پولیس د پلټنې په موخه سلګونه موټر په کتار کې ودروي، چې له ستونزو نه خالي نه وي.

د غزني ولایت د واغظ  ولسوالي یو تن اوسېدونکي حاجي عبدالرووف نن ټکی اسیا ته وویل چې تېره ورځ يې پخپلو سترګو ولیدل چې د همدې پلټنې لپاره په ودرول شویو موټرو کې په ګاز سوځېدلې مېرمنې سا ورکړه.

د حاجي عبدالرووف په قول پولیسو د دې زخمې مېرمنې موټر نه پرېښود او د پلټنې لپاره په کتار کې ولاړ وو، چې تر مازیګر پورې مېرمنې سا ورکړه اوتر روغتونه ونه رسېده.

په کابل کې د وروستیو بریدونو له شدت سره سم د کورنیو چارو وزارت له لوري د خلکو د پلټلو، پوښتنو او آن د موبایل او کمپیوټر کتل، د بریدونو د مخنیوي یوه هڅه ګڼل کېږي.

ډېری سیاسي مبصرین او لوړپوړي دولتي مسوولین پردې اعتراف کوي چې د طالبانو بریدونه له دولتي نفوذه په ګټې ترسره کېږي، مګر بیا هم په لویو لارو اوښارونوکې د خلکو ځورونه لا هم دوم لري.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د