نړۍ

برتانوي رسنۍ: امريکا نظام د زوال پر لور روان دی

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۱۵مه ۱۳۹۳ل):  يو شمېر برتانوي رسنيو د امريکا قضايي نظام او نورو چارو په اړه بحثونه کړي، چې غټ ټکي يې امريکا کې د دوو تورپوستو امريکايي ځوانانو وژنه او د اسلامي دولت پر ضد د ايران او امريکا د ګډې همکارۍ په اړه دي.

فاينانشل ټايمز په خپله سرمقاله کې د هغه تور پوستي ځوان سپين پوستي قاتل پوليس په اړه ليکلي، چې امريکايي محکمې د تورپوستي کورنۍ ته انصاف ورنشو کړای او سپين پوستی پوليس يې له بنده ازاد کړ او د محکمې د پرېکړې په غبرګون کې تورپوستانو د نيويارک په ګډون د امريکا په لروبر کې لاريونونه او مظاهرې پيل کړي او دغه لاريونونه اوس په تاوتريخوالي اوښتي دي.

ويل کيږي، چې ۲۱مه پېړۍ کې، چې امريکا کې تورپوستانو سره کوم چلند کيږي، نو سړي ته د منځنيو پېړيو د غلامۍ زمانه راياده شي.

فاينانشل ټايمز زياتوي، چې د امريکا عدلي او قضايي نظام له ډېرو ننګونو سره مخ دی او د امريکا ولسمشر بارک اوباما بايد د قضايي او امنيتي نظام په اړه جدي پاملرنه وکړي او امنيتي ځواکونه همد بايد د جرم د ارتکاب له امله محکمې ته وړاندې شي.

د فاينانشل ټايمز له قوله، که امريکا خپل عدلي او قضايي نظام ته توجه ونکړي، نو دغه نظام سر له اوسه د زوال پر لور روان دی.

انډيپينډينټ برتانوي ورځپاڼې هم په خپله سرمقاله کې پر اوباما نيوکه کړې، چې نوموړی د نړۍ له غمه مړ دی او خپل هېواد کې يې تورپوستو لږه‌کيو سره ظلمونو او تېري روان دي.

ورځپاڼه زياتوي، که اوباما خپل هېواد ته هم دومره توجه کړې وای، نو کېدای شي، دغه ستونزې نه وای رامنځته شوې.

انډيپينډينټ لیکلي، چې کورنۍ ستونزې د هر ډول بهرنيو ستونزو څخه ډېرې مهمې وي او انسان که مريخ ته هم ورسيږي، نو کورنۍ ستونزې به لا هم هماغسې پر ځای پاتې وي، تر څو يې چې دغو ستونزو ته توجه نه وي شوي، نو کورنۍ شخړې به ورځ تر بلې زياتيږي.

تهران او ستر شيطان«امريکا»

ډيلي ټيليګراف ورځپاڼې بيا عراق کې د اسلامي دولت پر ضد د ايران او امريکا ګډې همکارۍ ته په کتو ليکلي، چې ايران او سترشيطان«امريکا» د اسلامي دولت د ځپلو لپاره سره يو شوي دي او د اسلامي دولت ځپلو کې د ايران او امريکا ګډې ګټې خوندي دي او هغه متل يې رښتيا کړ، چې «د دښمن دښمن مې دوست دی»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x