افغانستان

جوزجان: د قرقین ولسوالي امنیه قومندان له شلو عسکرو سره وژل شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): تېره شپه په جوزجان ولایت کې د طالبانو او دولتي عسکرو تر منځ په نښتو کې د دې ولایت د قرقین ولسوالي امنیه قومندان، درې نظامي قومندانان او اوولس عسکر ووژل شول.

طالبان وايي چې برید د اقچې ولسولاي په مربوطاتو کې د دولتي نظامي کسانو په کتار شوی دی او د شپې تر لسو بجو يې دوام وکړ.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دغه کتار خم آب ولسوالي ته د علمیاتو لپاره روان وو، چې د دوی د خیبر عملیاتو په لړ کې تر برید لاندې راغی.

د مجاهد په وینا په برید کې يې د قرقین ولسوالي امنیه قومندان، درې نور نظامي قومندانان او اوولس عسکر له نهو رنیجرو او یو ټانګ سره له منځه یووړل.

د نوموړي په خبره په وژل شویو کې د سیمې ظالم قومندانان نسیم او نصیر هم شامل دي.

بل اړخ ته د طالبانو ویاند د کونړ په غازي اباد کې هم د دوولسو عسکرو د مرګ ـ ژوبلې خبره کوي او وايي چې په د غازي اباد په نیشګام کې يې د «دښمن» درې ټانګونه له منځه وړي، چې پکې دوولسو عسکرو ته مرګ ـ ژوبله اوښتې.

دولتي مسوولینو تر اوسه د دې پېښو په اړه څه نه دي ویلي، تر دې وړاندې هم د قرقین پخوانی ولسوال په یوه برید کې له منځه یووړل شو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x