حجاب په اسلام اوساينس کی ـ ۱۰

عبدالغفارجُبیر

په یوه بل حدیث مبارک کی راځی چی :
زمادامت دښځوبهترین عمل دنارینه وڅخه بېلوالی اوګوښه والی دی۔
(بحواله شرعی پرده ص 120)

له دې څخه داجوتیږی چی نبی کریم صلی الله علیه وسلم په دې باندی ځکه ټینګاراوامرکړیدی چی دنرواوښځوګډوالی سبب دفتنې ګرځی، اودفتنی پراورباندی هله نورتېل شیندل دی چی کله نراوښځې سره یوځای وی، اوحجاب موجودنه وی، اوکه حجاب وی، نوبیادنارینه ووسترګې دښځوپرزینت، ښکلاځلاباندی نه موښلی، اودفسادمخه پخپله نیول کیږی، اوس داوهرچاته جوته ده چی داسلام خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم په هره ویناکی هم دُنیوې اوهم اُخروی نیکمرغیانې نغښتی دی چی اوس وهرچاته داترلمرځلانده ده۔

دښځې په فطرت کی دوه شيان شتون لري:

حضرت انس رضی الله عنه وایی: چی رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چی الله جل جلاله وایی چی دهرې ښځې په فطرت کی دوه شیان ضرورشتون لري،
اول: ضعف
دوهم: پټوالی (حجاب) ( الحدیث ترمذی شریف)
که چیری وښځې ته دلویځ په شان ازادې ددوی په ګمان ورکول شی نوهغه فسادونه، جرمونه، ناوړه کارونه، زناوې، فحاشۍ اونورداسلام ضداعمال به هرځای دروازه خلاصه کړی، چی بیابه ئې تړل ناشونې کاروی، اوتاریخ داښودلې ده، که چیری دفسادداڅپې په ښورشی نوکنترول ئې دهرچاله وس څخه وتلی، اودادټولنې دځوان نسل لپاره پراورباندی نورتېل شیندل دی، داځکه چی داحدیث شریف ورباندی ګواه دی:

ماخلارجل بامراة الاوکان الشيطان ثالثها
هیڅ نردېوې پردۍ ښځې سره ېواځی نه دی مګرشیطان دوی(دنراوښځې) دریم دی۔

یعنی ددې څخه مطلب دادی چی دلته به فتنه ضرورصورت نیسی، اوشیطان به ونراوهم وښځې ته داسی خیالونه اوجال غوړوی چی دواړه پکښې راګیرکړی، اودکب نېونکی دجال په ډول سره دواړه راونغاړی، چی دایومنلی حقیقت دی، په برطانیه کی دګډ تعلیم (Coeducation) له کبله دپنځوکلونوڅخه ترلسوکلونوپوری هرماشوم که نروی اوکه ښځه په هرولسوکی اته (8)ماشومان په جنسی تیری بوخت دی، د(InterNewsBook) په حواله، نودکم عمرماشومان چی په دې فسادبوخت دی، نوبه دنوروڅه حال وی، اودښځې فتنه دټولوفتونوڅخه لوړه فتنه ده، یعنې هغه فتنې چی دښځوله لارې څخه خپرېږی په دې کی ډېرژردټولنې نارینه بې لارې کیږی اوډېرژرورباندی اغیزه کوی، چی داپرټولنه باندی دجهل، فساداوتورتم اورپاشل دی، چی بلیږی ډېرژراووژل ئې ډېروخت نیسی، چی همدااوس ټوله غربی نړې په دې تکل کی ده چی څنګه اخلاقی فساپه اسلامی امت کی خپورکاندی، اوڅنګه دمسلمان ځوان نسل دهیلوغوټۍ مړاوې اوخزان کړی اودوی هم دخپلوځانوپه شان دهلاکت وکندې ته وروغورځوی، اوپه همدې موخوکی ئې زموږپه ګران هیوادافغانستان کی هم پوره کوښښونه پیل کړیدی، همدااوس په خوست ولایت کی (38) نفره د(ایچ، ای وی) په وژونکی وایروس اخته دی په هرات کی تر(110) اضافه په همدې لعنت اخته دی، په کابل کی تر(3000) لوړتعدادټاکل شویدی، خوحکومت سترګې ورباندی پټوی اوشمېره ئې ډېرلږه خپروی، داداخلاقی فسادیوه نمونه ده، ، دالله جل جلاله خوږپېغمبرصلی الله علیه وسلم فرمايی:
داسامه بن زید رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی :
ماترکت بعدی فتنة اضرعلی الرجل من النسآء
زماڅخه وروسته دنارینه لپاره ترټولوغټه فتنه دښځوفتنه ده۔
نوربیا…

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د