د امریکا دفاع وزیر کابل ته راغی

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۱۵مه، ۱۳۹۳ل): د امریکا د متحده ایالاتو د دفاع وزیر د خپل کار په وروستیو کې په نا څاپي سفر کابل ته راغی.

د امریکا د دفاع وزارت په خپله رسمي ټویټر پاڼه کې لیکلي چې چیک هګل نن کابل ته ورسید او د ناټو ځواکونو مشر جان کیمپیل يې هرکل وکړ.

چیک هګل څو ورځې وړاندې خپله استعفا وړاندې کړه او ټاکل شوې ده په لنډو څو ورځو کې د امریکا د دفاع نوی وزیر دنده پیل کړي.

ټاکل شوې ده چې هګل به د ګډ حکومت له مشرانو سره هم خبرې ولري.

د ګډ حکومت دواړه مشران هم نن له څلو ورځني سفر وروسته کابل ته راورسېدل.

دوی بلجیم او جرمني ته هم سفرونه وکړل او د لندن په کنفرانس کې يې هم په ګډه برخه واخیسته.

د چیک هیګل پر ځای د امریکا اشتون کارتر د امریکا د دفاع وزیر ټاکل شوی، چې د دې هېواد د سنا له لوري د کارتر تر تاییده پورې به هیګل وزیر وي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د