د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کي د شپږو ملکیانو په ګډون اته تنه ووژل شوه
نن ټکی آسیا: د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ څخه د سیمي اوسیدونکو ویلي چي تیره شپه بهرني ځواکونو په دغه ولسوالۍ کی عملیات تر سره کړه، چي په ترڅ کي د یوه مسجد ملا امام، د بغلان ولایت یو تن اوسیدونکي مولوي یوسف او شپږ تنه نور ملکي کسان ووژل.
د سیمي اوسیدونکي په کلکه سره دا خبره رد کړه چي دا شپږ کسان دي د طالبانو یا نورو مخالفینو سره هیڅ تړاو ولري.
طالبانو منلي چي په پيښه کي ددوی یو تن قوماندان چي په مولوي افضل مشهور وو، وژل شوی، مګر د نورو په اړه یي هیڅ معلومات نه دي ورکړي.
په کابل کي د ایساف مطبوعاتي دفتر هم پيښه تصدیق کړې، او ویلي دي چي د پلټنو وروسته به نور معلومات مطبوعاتو ته ورکړي.
سیمه ایزو چارواکو ویلي چي اوه تنه مخالفین وژل شوي دي.