نظــر

د غني غوړې ژمنې

اجمل درمان
افغان ولس د تاریخ په هر پړاو کې د ستر دښمن سره خپل زور ازمویلی دی او د خپل افغاني غیرت پر اساس يې هر دښمن ته غاښ ماتوونکی ځواب ورکړی دی.

که د تاریخ پاڼې ولوستل شي نو تل دغې ځوریدلي ولس له خپلې لمنې اور اخیستی دی. د تل لپاره ترې هر رهبر او چارواکي د خپلو موخو ته د رسیدو لپاره د سپر او ابزار استفاده کړې ده. هر کله که دغې مظلوم ولس ته چا د روښانه راتلونکې او د دوي د پرمختګ ژمنې ورکړي دي، نو دې رښتوني او سپيڅلي ولس پرې پرته له دې چې کړې ژمنه وارزوي، سمدستي باور کړی. د هغوي د بریا لپاره یې هر راز قربانۍ ورکړې دي، خو کله هم چې وعده کوونکی مشر د ولس په قربانیو بریالیتوب ته رسیدلی او خپل هدف یې ترلاسه کړی نو دا بیچاره ولس یې شاته غورځولی او پر هیلو یې ورته خاورې اړولې دي.

افغان ولس د تل لپاره د وعده خلافو رهبرانو په تشو شعارونو او غوړو ژمنو دوکه شوی دی چې ښه بیلګه یې د ۱۳۹۳ کال د جنجالي او او اچاري ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین مهال ژمنې او د دوه سري حکومت همدغه اوسنۍ ورځې دي.

خپلې ژمنې به د عمل په ډګر کې ثابتې کړم، په هیواد کې د تلپاتې سولې راوستل مي د کارونو په لومړیتوب کې دي، د بریالي کیدو په صورت کې به په زندانونو کې عدالت پلی کوم، د فساد ریښې به له منځه یوسم، د کابل بانک قضیه له سره سپړم، هیچ افغان از هیچ افغان برتر نیست و هیچ افغان از هیچ افغان کمتر نیست، ما برنامه داریم نه شبنامه، د دولتي ځمکو د غاصبینو لیست راولیږئ، اقدام کوو، تاسو ما ته ددې له پاره رایه نه ده راکړې، چې زه غاصبین ومنم، هماغه شان چې کابل بانک مې ونه مانه غاصبین نه منم، سهامي شرکت نه جوړوم، موږ غواړو په عمل کې یې وښایو چې د ملي وحدت حکومت خپلو کړو ژمنو ته ژمن دی او تل به هڅه کوي چې په عمل کې یې د افغانستان خلکو ته وښيي.

دا ټول هغه شعارونه او غوړې ژمنې دې چې ولسمشر غني د ټاکنیزو منډو ترړو څخه نیولی د ملي یووالي تر نامه لاندې د سهامي شرکت حکومت، تر ننۍ ورځې پورې یې له خلکو سره کړې دي.

دروند او باشعوره ولسه تاسې قضاوت وکړئ!
مونږ له ولسمشر څخه د معجزې کولو او یا په دوه میاشتو کې د ټول نظام د اصلاح غوښتنه نه کوو خو لږ تر لږه د خپلو کړو ژمنو خلاف عمل خو دي نه کوي.

تاسې د ولسمشر غني کړې ژمنې د تحلیل په ترازو کې واچوۍ او تاسې قضاوت وکړئ چې:

آیا په رښتیا هم ولسمشر خپلې کړې ژمنې په عمل کې ثابتې کړې دي؟

ايا ولسمشر د خپلې ژمنې مطابق چې سوله د خپل کاري لومړیتوبونو څخه ګڼي، په رښتیا هم د سولې اړوند کوم کوچنی اقدام هم کړی دی؟

په زندانونو کې په رښتیا هم عدالت پلی شویدی؟

فساد له منځه تللی دی؟

د کابل بانک قضیه لکه څرنګه چې په کار وه په هماغه ډول وڅیړل شوه؟

د دولتي ځمکو د غاصبینو څخه کوم یو یې د قانون منګولو ته سپارل شوی دی؟

ایا دا یو سهامي او دوه سری حکومت نه دی چې ټول وزارتونه او انتصابي سناتوران د ولسمشر او اجرایوي ریس تر منځ نیم په نیمه وویشل شول؟

او دا چې ولسمشر وایې موږ غواړو په عمل کې یې وښایو چې د ملي وحدت حکومت خپلو کړو ژمنو ته ژمن دی او تل به هڅه کوي چې په عمل کې یې د افغانستان خلکو تهوښيي، ایا خبره همداسې ده؟

نه نه هیڅکله هم نه!

نه یوازې دا چې ولسمشر کړې ژمنې پوره کړې نه دي بلکه د اصلاحاتو، بدلونو او د چارو د سمون لپاره تر اوسه پورې د ولسمشر غني هر ګام له ناکامۍ سره مخ دی.
د ناکامي دلایل یې ډیر دي خو د ټولو یادونه به د دې لیکنې له حوصیلې لوړه وي فقط د څو دلایلو یادونه یې کوم.

لومړی: د کار په لومړیو ورځو کې يې بې له دې چې له ولس سره مشوره وکړي، په خپل سر او په ډیره بیړه له امریکا او ناټو سره تړونونه لاسلیک کړل چې اوس دا دی بیه یې بیګناه افغانانو تر څنګ د هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې امنیتي ځواکونو هم د سر په قیمت پرې کړه.

دويم: ولسمشر ژمنه کړې وه چې ۴۵ ورځو کې به نوې کابینه اعلانوي خو دا دی تر دوو میاشتو ډیر وخت وشو چې وزارتونه او ادارې، سرپرستان اداره کوي.

درېیم: ولسمشر په بار بار ویلې چې سهامي شرکت نه جوړوي خو اوس دا دی تیره ورځ د اجرایه ریس لومړي مرستیال وویل چې کابینه د ولسمشر او اجرایه ریس تر منځ نیم په نیمه ویشل کیږي.

څلورم: ولسمشر د کار په لومړیو ورځو کې ویلي و چې د لندن تر کنفرانس پورې به افغان دولت پراخ اصلاحات راوستيوي او په کنفرانس کې به نوې وزیران ګډون کوي، خو دا دی ټول ولس ولیدل چې ولسمشر بیا هم د زړې کابینې له وزیرانو سره لندن ته تللی دی.

دا چې له دې وروسته به څه کیږي، کار پوهان په دې اند دي چې دا دوه سری حکومت به یو ډیر کمزوری حکومت وي، چې په هیواد کښې به د سولې او یوې سالمې ادارې په رامنځته کولو چې سخته اړتیا ورته شتون لري بریالی نه شي. لکه څرنګه چې د نوي دولت له پیل نه تر ننه پورې ټول وخت په دې تیر شو او تیریږي چې څوک د چا له خوا په کومه څوکۍ مقرر شي ، نو زه په دې پوره ډاډه یم چې پاتې نور وخت به یې بیاد هر اړخ د وزیر، والي، سناتور او ریس په واکونو او مسولیتونو ټاکلو، او بیا د هر لوري د اړوند ټاکلي چارواکي څخه د راپور په اخیستوتیر شي او د ښه نظام جوړونې او نورې اقتصادي او پرمخیتیاي چارې به کیدای شي نه یوازې په خپل ځاي او په ټپه ولاړې پاته شي بلکه لا نورې به هم شاته ولاړې شي. په اداره کښې وران ویجاړ حالت به هیڅ بدلون و نه مومي او لا به د یو ډول بې برخلیک حالت سره مخ شي. د ملي وحدت حکومت شریکان به په خپلو منځونو کښې د اختلافاتو له امله دومره بوخت وي چې هیڅ کار ته به وزګار او یا به يې پام هم ور ته نه شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x