نظــر

افغانستان… د ښکېلو هېوادونو د سيالۍ په ترڅ کې د سولې لپاره واقعي منځګړی چېرته دی؟!

عبدالرحمن فرقانی

د څه باندې دريو لسيزو را پديخوا افغانستان د ګڼ شمېرهېوادونو د سياليو ډګرګرځېدلی؛ د افغانستان په کشاله کې ښکيل هېوادونه هر يو په خپل وار سره په کړېدلي او ځورېدلي او ستومانه افغانستان کې په يوه ډول نه يوه ډول د خپلو استعماري، اقتصادي او استراتيژيک مصلحتونه د تر لاسه کولو په لټه کې دي، که يوه لور ته د لوېديځ استعماري ځواک د افغانستان د طبيعي زېرمو د هضمولو په لټه کې دي، بل لور ته سېمه ييز هېوادونه د افغانستان د خاورې او اوبو د خپلو په تمه دي.

خو هغه څه چې په پيل کې د افغانستان اوسنی د ملي يوالي حکومت وسره مخ دی، هغه د افغانستان کړېدلي ملت ته د تل پاتې سولې او هر اړخيز ټيکاو را منځته کول دي، چې د حکومت مشرتابه د خپلو انتخاباتي سياليو پر مهال د افغانستان د ولسونو سره پرې ژمنتيا ښودلې وه.

سوله داسلامي معتقداتو څخه يو ارزښتناک او برخليک ټاکونکی معتقد دی، د انساني ټولنو د ټيکاو او ثبات لپاره سوله يوه اړينه اړتيا ده. اسلام تل د نزاع په حالت کې د طرفينو تر منځ په سوله باندې ټينګار کړی، آن تر دې چې د مسؤليت له مخې د متنازعو طرفينو تر منځ سوله کول يې له اسلامي او ديني وجايبو څخه يوه وجيبه ګڼلې ده، چې بايد مسلمانان يې پر ځای کړي.

خو د متنازعو طرفينو تر منځ دسوله د ټينګښت لپاره تر هر څه وړاندې يو اغيزمن مصلح(منځګړي) ته اړتيا وي، تر څو د نزاع (کړکيچ)دواړه اړخونه ورته واک وسپاري او پرې اعتماد ولري.

د منځګړي تر ټولو مهمې ځانګړتياوې دا دي:

• د نزاع د طرفينو اعتماد تر لاسه کړي.
• د نزاع طرفين بايد ورته واک وسپاري.
• د نزاع د هواري لپاره دعادل حل دوړاندې کولو وړتيا ولري.
• د نزاع په هوارولو کې د طرفينو حقوق تامين کړي.
• په را منځته شوې نزاع کې طرف واقع شوي نه وي.

د افغانستان په کشاله او معضله کې تر دې وړاندې هم د سولې هلې ځلې د پخواني حکومت له اړخه تر سره شوې، خو هغه ټکي چې د يوې ريښتنې سولې د ټينګښت لپاره ورته اړتيا لېدل کېږي، هيڅ کله په پام کې نه وو نېول شوي آن تردې چې په حکومت کې ځينو کړيو خو د سولې د ټينګښت لپاره د سولې د مفهوم خلاف دريځ درلود او تل يې د زور، اجبار او اقصا په مفهوم ټينګار کړ، پر دې معنا چې مخالفين بايد لومړی د زور او جګړې له لارې کمزوري شي تر څو د سولې پروسې ته غاړه کېږدي او دا هغه بې ځايه دريځ و، چې د سولې د ټينګښت په لار کې اغيزمن نه واقع کېده، بلکې نوريې هم د جګړې اور ته لمن وهله.

د مخالف اړخ د اقصا او له منځه وړلو سياست تل د سولې په پروسه کې هدف ته د رسېدو سياست نه دي پاتې شوي، بلکې د تاريخ په اوږدو کې د ټيکاو او سياسي ثبات په ټينګښت کې مضر واقع شوي دي.

د سولې د ټينګښت لپاره چې د سولې د عالي شوری ميکانزم ايجاد شوي و د واقعي سولې د اساساتو خلاف ميکانزم و، د نوموړې شوری په جوړښت کې د افغانستان په کشاله کې هغه ښکيل اشخاص او بهيرونه مطرح شوي وو، چې تر دې وړاندې په يوه ډول نه يوه ډول د جګړې مسؤليت دوی ته ورګرځي.

خو د ملي وحدت تر عنوان لاندې د اوسني حکومت په را منځته کېدو سره په افغانستان کې د تل پاته سولې د ټينګښت لپاره نوي فرصتونه اوامکانات را منځه ته شول، چې که نوي حکومت پرې په سمه توګه پانګونه وکړي ، کېداي شي د افغانستان د ځورېدلي ملت لپاره يې دتل پاتې سولې پيغام راوړي.

لومړي: امنيتي او دفاعي تړون:

دا سمه ده، چې د ننني عصر د غوښتنو سره سم هېوادونه د خپلو اقتصادي، سياسي او ستراتيژيکو مصلحتونو لپاره دې ته اړتيا لري تر څو د نورو هېوادونو سره بېلابېل تړونونه لاسليک کړي، خو نوموړي تړونونه بايد د طرفينو په ګټه او د طرفينو د ګټو په خوندي کولو کې ګټور ثابت شي.

يو له دغو فرصتونه څخه د امنيتي او دفاعي تړون لاسليکول و، چې پکار وه په افغانستان کې د سولې د ټينګښت لپاره ورنه ګټه پورته شوې وی او په داسې ډول ترتيب شوي وی ، چې لږ تر لږه د افغانستان د ملت لپاره د بهرنيو يرغلونو څخه د دفاع او د کورني امنيت د ټينګښت په موخه روښانه ميکانيزمونه پکې تدوين شوي وی، د الفاظو پر ځاي د افغانستان پر وړاندې د امريکا التزامونه څرګند او روښانه وی، يوازې د غندنې، درناوي او تجهيز په ټکو بسنه نه وی شوې، د عمل او اجرااتو ميکانيزم پکې ټاکل شوي وي.

د امريکا غندنې به د د بهرنيو تجاوزونو پر وړاندې د افغانستان په څېر د ناتوانه بې وسه هېواد څه درد درمل کړی؟ يوازې غندنه به د نوموړو يرغلونو مخه څرنګه ډب کړي؟ دا راز عمل عکس العمل ته اړتيا لري، چې افغانستان د خپلو شته امکاناتو په چوکاټ کې ورته اغيز من ځواب نه شي ويلي، په دې اړه د افغانستان څخه د دفاع په محور کې د خپل ملاتړي چې دفاعي تړون يې ورسره لاسليک کړي عمل او کړنې ته اړتيا لري، نه هم هغه ديپلوماتيک دريځ ته چې د الفاظ تر برېده منحصر وي.

د افغانستان د ملي حاکميت د درناوی اصل هم چې په نوموړي تړون کې پرې تصریح شوې ده، پخپله د دغه تړون مواد نقض کوي، که چېري د امریکا شته فوځي ځواک د افغانستان د اساسي قانون خلاف کړنې تر سره کوي، دا پخپله د افغانستان ملي حاکميت ته سپکاوی دی…

د تجهيز هيڅ ډول مقدار او څرنګوالي واضح نه دي، چې څومره الوتکې، ټانګونه او نور نظامي تجهيزات به د افغانستان په واک کې ورکوي.. د اډو په مقابل کې د مشخص مبلغ يادونه نه دي شوي، چې څومره مبلغ به د افغانستان د خاورې د استعمال په مقابل کې افغانستان ته ورکوي.. د اډو حدود مشخص نه دي، چې په کومه کچه مساحت به د اډې د جوړولو لپاره استعمالېږي..او داسې نور…

پکار وه، چې نوي حکومت نوموړي تړون په افغانستان کې د سولې د تينګښت په لار کې توظيف کړي وي، ځکه په اوسنيو شرايطو کې د افغانستان لومړيتوب سوله ده او د ملي وحدت د حکومت د ژمنو مطابق بايد تر هر څه وړاندې سوله تامين شي.

دا سمه ده، چې د ولسمشر ورستي سفرونه د يوه غوره تشخص په پايله کې تر سره شول، ټول هغه هېوادونه چې ولسمشر ورته سفرونه درلودل، په افغانستان کې د سولې په ټينګښت کې رغنده ونډه لري شي، خو هغه څه چې تر دې وړاندې د سولې په ټينګښت کې په افغانستان کې ورته اړتيا لېدل کېږي، هغه د سولې اړوند د حکومت استراتيژي او سياست دي، چې بايد بدلون ومومي، د مخالف د نه منلو سياست د سولې په ټينګښت کې ناکام ثابت شوي، په کار ده، د سولې لپاره په افغانستان کې هغه ورک منځګړي پيدا شي،چې تر دې دمه يې د سولې په پروسه کې حضور نه دي موندلي، د مدني ټولنو په مرسته چې د افغانستان د ملت سره ښې اړيکې ټينګولي شي، بايد نوموړي منځګړی، را منځه ته شي، هغه منځګړی چې د نزاع دواړه اړخونه پرې اعتماد ولري، دواړه اړخونه ورته واک وسپاري او د دواړو اړخونو تر منځ د سولې د ټينګښت وړتيا پکې موجوده وي.

له کومه ځايه چې د افغانستان کشاله د ډېرو د تعبير سره سم بهرني بعد هم لري، نو پکاره ده، د سولې د ټينګښت لپاره بهرني منځګړي هم شتون ولري، تر څو د افغانستان د سولې د ټينګښت په موخه خبرو اترو ته تسهيلات فراهم کړي، د بحث کړلو زمينه چمتو کړي او د ډېرو په باور افغانستان په دې اړه دوه اغيزمن او موثر انتخابونه لري، چې يو د ترکيې هېواد دي او بل هم چين دي او نوموړي هېوادونه د ځينو مصلحتونو له کبله په افغانستان کې د سولې د ټينګښت سره علاقه لري او د خپلې مرستې څخه يې ډاډ وړاندې کړي دي.

اقتصادي مصلحتونه:

دنړۍ په کچه افغانستان د ډېر ښهموقعيت څخه برخمن دی، د منځنۍ او جنوبي اسیا او د عربي خلیج د هېوادونو په زړه کې پروت دی، له دې کبله د نړۍ په اقتصادي وده کې رغنده ونډه لرلي شي، او تر دې هاخوا د افغانستان تر ځمکه لاندې ډېرې داسې طبيعي زېرمې پرتې دي، چې د نړۍ د اقتصادي ماشین لپاره….دي، له دې امله د ځینو سيمه ییز او لرې پرټو اقتصادي هېوادونو مصلحتونه په لاندې ډول د افغانستان سره تړاو مومي، چې د افغانستان د ملي وحدت حکومت لاندې مصلحتونه د سولې په ټینګښت کې د فشار په ډول استعمالولی شي:

• سعودي عربستان:

چې په اسلامي نړۍ کې د خپل اقتصاد او اسلامي مقدساتو له کبله خپل ژور اغيز او ونډه لرلي شي، د پاکستان سره د سعودي عربستان استراتيژيکې اړيکې توانېدلي شي، د افغانستان د ټيکاو لپاره موثرې واقع شي، له بل لوري سعودي عربستان د افغانستان د نظام له مخالفينو سره هم څه داسې تارونه لري، چې و کولاي شي د تل پاتې سولې په رامنځته کولو کې ترې ګټه پورته شي.

همدا راز سعودي عربستان غواړي د ايران په وړاندې په افغانستان کې خپل عمق ولري، چې تر دې وړاندې نوموړي عمق متضرر شوي او ايران توانېدلي د ځينو کړيو او شرايطو له مخې په افغانستان کې نفود ولري، که چېرې د سعودي عربستان لپاره په افغانستان کې د نفود شرايط چمتو شي، چې حتما به سعودي عربستان ته مادي او اقتصادي ګټې ولري، د بيلګې په توګه د چين توليدي ماشين ته به دسون د موادو بازار ومومي، نوله دې ځايه هرو مرو به سعودي عربستان پر خپل استراتيژيک ملګري پاکستان باندې فشار وارد کړي، تر څو د سولې لپاره په افغانستان کې ريښتنې ګامونه پورته کړي.

چين ، امريکا او هند:

ډېري سياسي شننونکي په دې باور دي، چې افغانستان د هغې ايديالوژيکې جګړې تر څنګ چې د روسي يرغل څخه پيل او د ترهګرۍ تر ځپلو پورې يې ادامه موندلې ده، دا ځل د يوې نوې سيالۍ ډګر ګرځي، داسې ښکاري، چې افغانستان هغه لورته په حرکت کې شوی،ترڅو د نويو ځواکونو د نفوذ د کړکيچ ساحه وګرځي، او دا ځل نوموړې سيالي يوه څه متفاوته ده، ځکه تردې وړاندې هغه کشمکشونه چې د افغانستان خاوره يې شاهده وه، ايديالوژيکه بڼه درلوده، خواوس موږ په افغانستان کې د دوو داسې راتلونکو لويو ځواکونو دنفود د کشمکش پر وړاندې يوو، چې استعماري عقليت نه لري او يوازې د خپلو اقتصادي پراختيا او ودې په موخه د خپل نفود لپاره هلې ځلې په لاره اچوي اوهغهنوي اقتصادي ځواکونه دقيقا د چيناوهند هېوادونه دي او د نوموړو هېوادونو په څنګ کې ترکيه هم يو هغو هېوادونو څخه دي، چې په سيميزه توګه ځانته ونډه غواړي.

امريکا له پيله د چين د اقتصادي پراختيا او ودې څخه اندېښمنه وه او ده، او غواړي په هر ډول چې شونې وي، د چين د پرمختګ مخه ډب کړي او له دې ځايه دخپل استراتيژيک ملګري “هند” لپاره زمينه چمتو کوي تر څو د چين د نفود په سيمه کې پرمختګ ولري او د نفود کړۍ يې پراخه شي.

امريکا غواړي، چې هند په يو ډول د امريکا د بديل په توګه په افغانستان کې حضور ومومي، او په دې سره غواړي هغه پاکستان ته چې تر ډېره برېده د خپلو استراتيژيکو پلانونو د پلېکېدو په برخه کې پرې د ښه ملګري او متحد باور نه لري، او آن تر دې چې د امريکا د دفاع وزير خو پاکستان د ترهګرو د پټنځاي په توګه پېژني، نو له دې مخې د هند حضور په افغانستان کې او په تېره بيا په هغه سيمه کې چې د اسلام آباد لپاره د انديښنې وړ او د خطر څخه ډکه سيمه ګڼل کېږي، لوي ګواښ دي.له بل لوري امريکا غواړي هند ته په افغانستان کې په دې موخه وده ورکړي، چې په سيمه کې د چين د پراختيا او ودې مخه ډب کړي.

يوازې د افغانستان جيو سياسي موقعيت چين دې ته نه دي اړ ايستلي، تر څو په افغانستان کې د يوه کارنده او فعال ځواک په توګه حضور پيدا کړي، بلکې نور داسې عوامل او لاملونه شته، چې تر ټولو روښانه او په زړه پورې لامل پټرول دي، چې د امريکا جيولوژي سرچينو د بيلونونو ډالرو په بيه په افغانستان کې اټکل کړيدي، تر څو پټرول ته تږي چين په افغانستان کې حضور پيدا کړي او په خپل ګاونډ کې د پټرولو چينېو ته لاس رسي پيدا کړي او په حقيقت کې چين له څو کلونو راهيسې دا هڅه کوي، او د امريکايانو سره په نوموړي ډګر کې سيالي کوي او سربېره په دې چين اراده لري تر څو د افغانستان د معدنياتو په ډګر کې هم په ټول قوت ونډه ولري، چې د “مس عينک “څخه يادونه کيداي شي او دا دقيقا هغه څه دي، چې د نړۍ اقتصادي ځواکونه اړ باسي، تر څو د افغانستان تر ځمکه لاندې طبيعي زيرمو څخه د خپل اقتصادي او توليدي ماشين په کار واچوي.

يو بل لامل چې چين هڅوي، تر څو په افغانستان کې حضور پيدا کړي، هغه دا دي، چې چين افغانستان ته د منځني ختيځ د سيمې لپاره د هغې کړکۍ په توګه ګوري، چېرې چې د انرژۍ لوې سرچينې شتون لري، سره له دې چې د منځنۍ آسیا له هېوادونو سره ګډه پوله لري او دا هم د چين او هند تر منځ بله د سيالۍ سيمه ده. او هلته هم امريکا غواړي هند ته په دې موخه ونډه ورکړي، تر څو د چين مخه ډب شي.

چين، پاکستان او افغانستان:

افغانستان د چين لپاره تر نورو ګاونډيو هېوادونو څخه د دريو لاملونو له کبله ډېر اهميت او ارزښت لري:

• د افغانستان تر ځمکه لاندې طبيعي زيرمې لا تر اوسه په خپل طبيعي ډول لاس نا خوړلې پاتې دي، او افغانستان د خپل سياسي هويت په لټه کې دي او چين داسې هېواد دي، چې د افغانستان سره په تير لنډ کړکيچن تاريخ کې ستونزه نه لري، آن تر دې چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال یې هم د افغانستان سره ستونزه نه درلوده، بلکې د افغانستان سره يې د ستونزو پر مهال د روسي يرغل پر مهال مرسته کړې ده، په دې سره د چين لپاره په افغانستان کې شرايط ډېر مناسب دي، تر څو خپل حضور او د نفود کړۍ په کې پراخه کړي.

• د چين د پخواني او غوره ملګري پاکستان حضور په ياده سيمه کې د افغانستان په ولسي انځور کې او چين دلته د هند او پاکستان له دښمنۍ څخه ګټه پورته کولاي شي، او همدا راز د پاکستان او امريکا تر منځ د باور او اعتماد فضا ورځ تر بلې کړکيچنه کيداي شي، نو له دې مخې په افغانستان کې د پاکستان د نفود او حضور څخه چين ګټه پورته کولاي شي.

• د چين ليوالتيا د ورېښمو د لارې پرانيستلو ته، چې د امريکا د وريښمو د نوې لارې د پروژې ضد پروژه ده، کومه چې امريکا غواړي، د سويلۍ او منځنۍ آسيا بازارونه د افغانستان سره وتړي او په زړه پورې خبره دا ده، چې تاريخ له پېړيو وروسته په دې سیمه کې تکرارېږي او په دې سره به افغانستان داسې مرکزيت ومومي، چې د ټولې نړۍ ګټې او مصلحتونه به پرې وټړل شي.

افغانستان او پاکستان:

د پورتنيو توضيحاتو له مخې استدلال کولي شو، چې په هيڅ ډول پاکستان ته دا د زغملو وړه خبره نه ده، تر څو هند د امريکا په ملاتړ په افغانستان کې پراخ نفود ومومي، د افغانستان په مقداراتو باندې واکمن شي او بلاخره د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد استعمال کړي، له دې کبله کېداي شي، دا ورته د منلو وړ ده، تر څو چين په افغانستان کې نفود ولري او د هند د نفود مخه ډب کړي او د سولې په ټينګښت کې د چين فشارونو او وړانديزونو ته غاړه کېږدي.

په سيمه کې بدلونونه او د سيمې د هېوادونو دريځونه او نوې مادي ګټې افغانستان ته هغه د فشار ميکانيزمونه په لاس ورکړي،چې پورته مو ورته اشاره درلوده، که چېرې په سمه توګه وکارول شي، پاکستان ـ چې د افغانستان د سولې په لړۍ کې هغه ورکه کړۍ ده، او تر دې وړاندې د بېلابېلو لاملونو له کبله موږ افغانان نه يو توانېدلي، چې هغه نښلونکې کړۍ وموموـ به دې ته حاضره شي، تر څو د افغانستان د سولې په ټينګښت کې پرېکنده اقدامات په لاره واچوي.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close