نظــر

افغان هستوم

لیکوال: خالد افغان زوی

د ۱۳۷۳ لمریز کال د ژمي پای و، پسرلنی باراني موسم چې دري ژبي وروڼه یي چک مچکان بولي له وخته مخکې پیل شوی و،ګردیز ښار د تورو وریځو او سخت یخ تر ګبڼۍ لاندې وه،د ښار په لویدیځه پیڅه کې حکومتي بلاکونه چې اوس په کې د یوناما او پاملرنې موسسې دفترونه دي،د جګړو له امله کنډکپر پراته وو، په یوه روغه ودانۍ کې عربو دارالحفاظ جوړ کړی و، په نورو ړنګو او نیمه ړنګو ودانیو کې هغه کابلي ګډوال پراته و، چې د کابل له تنظیمي جګړو یې یوازې سرونه راخلاص کړي او دلته یې پناه اخیستي وه .

په همدې سیمه کې یوازې یوه داوبو بمبه وه،چې ټول کورونه ترې خړوبیدل، یو مازدیګر مې یاد دي، باران تازه دریدلی و، داسمان مخ وریځو پټ و، او د ګردیز سوړ باد چلېده،هغه مهال چې ماشوم وم داوبو راوړلو لپاره همدې بمبې ته ورغلم، هلته یو کوچنی ماشوم و،د یوه لرګي په یوه بل سر پورې یي چنګکونه آویزان کړي و،او دوه له اوبو ډک ټیمان یي په کې کور ته وړل .

د ماشوم زاړه کالي،شلیدلي بوټان ، ببره خیرنه خولۍ او دود وهلی مخ د غرب او بي کورۍ څرګندې نښې وې، داچې له خپل ځان دروند پیټي ته یي اوږه ورکوله او دوه له اوبو ډک ټیمان یي په یوه وار کور ته وړل داسې معلومیده لکه سرپرست چې نلري.

له ماشوم نه مې بې واره په پښتو پوښتنه وکړه : څوک یې !!!

ماشوم سترګې سره وروستې نیغ یي راته وکتل : افغان هستوم …

د دې کلمې له ویلو سره چې دهغه کوچني خیرن کابلي ماشوم غرور او په ځان باور را یادوم ، نو اوس لا احساساتي شم، دا کلمه مې په لومړي ځل اوریدله .

زه چې د هغه خواریکښ ماشوم دا جمله رایادوم او اوس یو شمیر بې احساسه لویان وینم چې دافغان په نوم شرمیږي، نو افسوس کوم چې زموږ ملت څومره تغیر کړی دی.

باور وکړئ، دا خبره د نشنلیزم یا د ملت ګرايي په اړه دغربي اندود په اساس نه لیکم ، زه د شرقي سترګور علامه اقبال له دې خبرې سره موافقه لرم چې وطن پرستي یا قام پرستي بت پرستي بولي، خو د اقبال هغه هیلې او ارمانونه هم نه هیروم چې ددې مرزوبوم په اوسیدونکو پورې یې تړلي دي .

بې له شکه دافغانستان ملت یو غیرتي او اسلامپال ملت دی، دوی همیشه د استعمارګرو او نړیوالو فرعونیانو خولې له خاورو ډکې کړي دي،ددې ملت په اړه د علامه اقبال او امیرالبیان شکیب ارسلان غوندې مفکرینو له هیلو ډکې څرګندونې کړې او د اسلامي امت د دفاع په رابطه یي ډيرې هیلې پورې تړلي دي.

نړیوال کفري طاقتونه دا ملت پیژني،نوځکه هڅه کوي افغان واحد ملت سره پارچه پارچه اوپه ملیتونو وویشي،د همدې لپاره یي نه یوازې تبلیغاتي کار پیل کړی بلکې د تذکرې دموضوع غوندې نویو او نورو دسیسو ته یي هم پام دی .

خو موږ باور لرو چې دا دشرم وړ نندارې یوازې د یرغلګرو د سیاسي اجیرانو او ددوی د فیسبوکي ډنډورچیانو ترمنځ دی، افغان کفر شکن ملت په کلي،جومات،پیتاوي،حجره او کرونده کې لا هم سره غاړه غاړۍ او متحد دی.

د عام په افغان په ژبه لا هم یوازې دا خبره ده او وي به چې زه افغان یم ، من افغان هستم .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x